1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران وايي هایپرسونیک یا له غږ څخه چټک توغندي یې جوړ کړي

۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبه

سپاه پاسدرانو ادعا کړې چې توانیدلي دي له غږ څخه چټک یا هایپرسونیک توغندی جوړ کړي. هایپر سونیک توغندی د بالسټیک توغندیو ته ورته دی او د اټومې سرګولولو د انتقال توان لري.

https://p.dw.com/p/4JLYJ
Iran neue Rakte Sayyad 4B
انځور: SalamPix/ABACA/picture alliance

له ږغ څخه چټک یا هایپرسونیک توغندي دا وړتیا لري چې د ږغ د سرعت پنځه برابره حرکت وکړي. د ایران انقلابې ځواکونو یا سپاه پاسدارن دا ادعا له هغه وروسته وکړه چې یوشمیر غربې هیوادونه کوښښ کوي څو دغه ډله د ترهګرو په لست کې ور اضافه کړي. 

د ایران د انقلابې ځواکونو د فضایې ساتنې قوماندان امیرعلی حاجي زاده، د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې ایران د ږغ نه چټک توغندی جوړ کړي چې د توغندیو د دفاع په ټولو دفاعي طاقتونو کې د نفوذ وړتیا لري. هغه وویل: «دا بالستیک توغندي د ږغ نه چټک او د توغندیو د مخنیوي له پاره جوړ سوي دي.» 

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو دغه جنرال وویل: «دا توغندی به وکولای سي چې د توغندیو د ټولو هوایې دفاعي سیستمونو څخه تیر سې.» نوموړي ایراني جنرال په تلویزیوني وینا کې چې د پنج شنبې په ورځ خپره شوې، ویلي چې دوی باوري دي داسې یو سیستم چې د دې توغندي د مخنیوی وړتیا ولري، دا به لسیزې وخت ونیسې.» نوموړي زیاته کړې چې «دا راکیټ چې د دښمن د توغندیو ضد سیستمونه په نخښه کولی شي، دا د توغندیو په پراختیا کې د یو لوی بدلون استازی توب کوي.»د امریکا پوځ تر غږ چټک د توغندي د بریالۍ آزموېنې ادعا کړې

Iran neue Rakte Sayyad 4B
انځور: SalamPix/ABACA/picture alliance

دا اعلامیه له هغه وروسته خپرېږي چې ایران څه موده وړاندې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو په ورکړي اعتراف وکړ. که څه هم له هغه وروسته چې روسیې پر اوکراین حمله کړې، ایران دغه خبره تل رد کړې وه. خو په وروستیو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه چې ایران څو د ګوتو په شمار بې پیلوټه الوتکې د اوکراین د حملې نه مخکې د مسکو په واک کې ورکړې وې او د اوکراین په جګړه کې یې د یادو بې پیلوټ الوتکو له استفادې بې خبري وښوده. 

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوست د اکتوبر په ۱۶مه راپور ورکړ چې ایران روسیې ته د توغندیو د لیږلو په اړه تیاری نیسې خو تهران دا راپور «مکمل غلط» بللې او رد کړی یې دی. د روسیې د هایپرسونیک یا تر غږ چټک توغندي په اړه معلومات

د بالیسټکې توغندیو بر عکس، د ږغ نه چټک توغندي د اتمسفیر په ټیټه ارتفاع کې الوتنه کوي او په بالقوه توګه په چټکه توګه خپلو هدفونه په نخښه کوي. 
تیر کال د شمالي کوریا لخوا د ږغ نه چټک د یوه توغندي ازموینه وکړه چې په نړیواله سطحه یې په یاده برخه کې د ټکنالوژۍ د لاسته راوړلو له پاره اندېښنې هم را وپارولې.