1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې د هایپرسونیک توغندیو په اړه معلومات

۱۴۰۱ اسفند ۲۲, دوشنبه

روسیې په اوکراین کې «هایپرسونیک» یا تر غږ چټک سرعت لرونکي وسلې کارولي، دا توغندي خورا ګړندي دي او د رادار له خوا د معمولي بالستیک توغندیو په پرتله په سختۍ سره کشفيږي.

https://p.dw.com/p/4Obau
Russiche Hyperschallrakete "Kinzhal"
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance

د مارچ میاشتې پر نهمه د پنجشنبې په ورځ، روسيې پر اوکراين ټولو سخت بمبار وکړ. روسیې په هغه ورځ په ټول اوکراين کې پر هدفونو بریدونه وکړل. د اوکراین د دفاع وزارت په خبره روسیې په دغو بریدونو کې هایپرسونیک توغندي کارولي دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا، په دغو توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۹ ملکیان وژل شوي دي. په دغو بریدونو کې د نورو سیمو په ګډون د دې هیواد پلازمېنه کیف او خارکیف ښار په نښه شوې.

مسکو لا دمخه په ۲۰۲۲م کال کې د جګړې په لومړیو اونیو کې هایپرسونیک توغندي و کارول. دا راکټونه د لاندې دلایلو له امله ځانګړي وسلې ګڼل کیږي:

آیاهایپرسونیک توغندي نه ماتېدونکي وسلې دي؟

کله چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۱۸م کال کې د خپل هیواد د توغندیو د زراد خونو څخه پرده پورته کړه، هایپرسونیک توغنديو ته ېې د "نه ماتېدونکي" اصطلاح وکاروله.

دا شاید د تبلیغاتي مبالغې د موخو له پاره توضیحات وي مګر په دې توضیحاتو کې د حقیقت ریښې هم شته.

هایپرسونیک توغندي له بالستیک توغندیو سره توپیر لري ځکه په توغنديو ضد دفاعي سيستم سره د دغه ډول توغندیو مخنیوی خورا ستونزمن کار دی.

د باخموت ښار جګړه به څوک وګټي؟

آیا هایپرسونیک توغندي د نورمالو توغندیو په پرتله ګړندي دي؟

د هایپرسونیک توغندیو سرعت د غږ له سرعت څخه پنځه تر لس چنده لوړ دی.

هغه هایپرسونیک توغندي چې د روسیې له خوا پر اوکراین باندې په بریدونو کې کارول شوي د "کینږال" یا خنجر په نوم هم یادیږي چې اوږدوالی ېې ۸ مترو ته رسیږې.

ځینې ​​کارپوهان وايي، د دغه ډول توغندیو سرعت په ساعت کې ۶ زره کیلومتره، یعنې د پنځه ماخ سره برابر دی. ځیني بیا وايي چې دارنګه توغندي د ۹ یا حتی ۱۰ ماخ په سرعت سره الوتنه کوي.

په (Military.com) ویب پاڼه کې د امریکا د وسلو د کارپوهانو له خوا ویل شوي دي، دا راکټونه دومره چټک دي چې پر مخ ېې »د هوا فشار په پلازمايي وريځو بدلیږي چې راډیوېې څپې جذبوي».

دغه کار د رادار له خوا د کينږال او نورو هایپرسونیک وسلو کشف ستونزمنوي.

ټیټه ارتفاع

هایپرسونیک توغندي د دودیزو بالستیک توغندیو په پرتله په خورا ټیټه ارتفاع کې الوتنه کوي.

دا توغندي د بالستيکي اتموسفیر تر مسير ټیټ حرکت کوي. يعنی هغه وخت چې د توغنديو دفاعي سيستم وکولای سي دغه توغندي کشف کړي، توغندي خپل هدف ته دومره نيږدې شوي وي چې نور نو ناوخته وي.

په اوکراین کې د المان د ټانک جوړونې کارخانې د ویجاړولو ګواښ

سربیره پردې، هایپرسونیک توغندي کولای شي د الوتنې پرمهال خپل لوری بدل کړي.

د هایپرسونیک توغندیو د الوتنې ساحه

په اوکراین کې د روسیې له خوا کارول شوي هایپرسونیک توغندي د الوتکو څخه توغول کیږې.

نورې هایپرسونیکي وسلې په کښتیو کې ځای پر ځای کیدای شي چې د اټومي سرګلولو د انتقال وړتیا هم لري.

کينږال ډوله ېې کولای شي تر ۲ زره کیلومتره واټن په نښه کړي، یوشمیر نور هایپرسونیک ډوله توغندي بیا زر کیلومتره ته رسیږي.

د بیلګې په توګه، د روسیې د کالینینګراد سیمې څخه هایپرسونیک توغندي کولای شي د اروپا ډېري پلازمینې په نخښه کړي. کالینینګراد د روسیې له اصلي برخې څخه جلا شوی چې د پولنډ، لیتوانیا او بالټیک سمندر سره پوله لري.

د المان صدراعظم پر چین غږ کړی چې روسیې ته دې وسلې نه استوي

د آلمان پلازمینه برلین له هغه ځایه تر ۶۰۰ کیلومترو لږ واټن لري.

یو شمېر شنونکي وايي، سره له دې چې د هایپرسونیک توغندي د دودیزو بالستیکي وسلو په پرتله ګټې لري، خو روسیه ترې په زیات ډول کار نه اخلي.

د متحده ایالاتو د هوايي ځواک جنرال ګلن ډي وان هرک د ۲۰۲۲م کال په می میاشت کې د سنا د وسله والو خدماتو فرعي کمیټې ته وویل: «د روسیې ځینې هایپرسونیک توغندي ستونزې لري. په ځانګړي توګه په دقیقه ډول په نخښه کولو برخه کي چې دا کار په اوکراین کي د اندیښنو لامل ګرځیدلی.»

زموږ له آرشيف څخه: