1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: پر لبنان د اسرائیلو بریدونو له کبله هرمز تړل کیږي

احمد حکيمي l اسوشیتید پریس خبري اژانس
۱۴۰۵ خرداد ۳۰, شنبه

ایران د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان پر ضد د اسرائیلو د بریدونو له امله یې یو ځل بیا د هرمز تنګي تړلی دی. تهران دغه بریدونه له امریکا سره د هغه تړون ښکاره سرغړونه بولي چې د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره شوی

https://p.dw.com/p/5FlGO
 ایران د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان پر ضد د اسرائیلو د بریدونو له امله یې یو ځل بیا د هرمز تنګي تړلی دی.
ایران د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان پر ضد د اسرائیلو د بریدونو له امله یې یو ځل بیا د هرمز تنګي تړلی دی.انځور: AFP

د شنبې په ورځ اسرائیلي پوځیانو په جنوبي لبنان کې د حزب ‌الله جنګیالیو سره جګړه وکړه، په داسې حال کې چې اسرائیلي جنګي الوتکو هم مرګوني هوايي بریدونه ترسره کړل. دا بریدونه یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشول چې متحده ایالاتو په سیمه کې د اوربند د بیا ټینګښت اعلان کړی و.

دغې روانې جګړې لا له وړاندې هغه تړون له فشار سره مخ کړی و چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روانې اوونۍ په ترڅ کې لاسلیک کړی و. د دغه تړون موخه په سیمه کې د جګړې پای ته رسول وو، چې لبنان هم پکې شامل و کوم چې د تهران له مهمو غوښتنو څخه وه.

د ایران د وسله ‌والو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د امریکا له‌ خوا د «تړون د ماتولو» او د «صهیونیستي رژیم له لوري په جنوبي لبنان کې د اوربند د پرله ‌پسې سرغړونو» په دلیل اعلان وکړ چې «د هرمز تنګی به د ټولو کښتیو پر مخ وتړل شي.»

هرمز تنګی د نفتو او طبیعي ګازو د نړیوالو لېږدونو یوه مهمه لار ده. ایران د جګړې په ډېره برخه کې دغه تنګي تړلې وه، چې د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې یې پراخې اندېښنې رامنځته کړې وې.

ایران د امریکا سره د لومړني توافق له مخې د هرمز تنګی د بیا پرانیستلو موافقه کړې وه او په وروستیو ورځو کې سمندري ترافیک هم بېرته عادي کېدو ته نږدې شوی و.

حزب‌الله د روان کال د مارچ په لومړیو کې هغه مهال لبنان د سیمې پراخې جګړې ته ورګډ کړ، کله چې یې د ایران د ستر مذهبي مشر د وژل کېدو په غبرګون پر اسرائیلو راکټي بریدونه وکړل. نوموړی مشر د امریکا او اسرائیلو په ګډو بریدونو کې وژل شوی و.