1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران کې احتجاجونه؛ رابرت مالي د ایران چلند »وحشیانه« بللی

۱۴۰۱ مهر ۳, یکشنبه

د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي رابرت مالي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونو په غبرګون کې د احتجاج کوونکو پر ضد د ایران حکومت د «وحشیانه» چلند خبره کړې. په دغه هیواد کې د سکایپ شبکې هم کار پریښی دی.

https://p.dw.com/p/4HJIb
Robert Malley, Sondergesandter für den Iran
انځور: Rod Lamkey/CNP/picture alliance

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې (د سپټمبر ۲۴ نیته) په ورځ ایرانیانو ته د انټرنټي خدماتو وړاندې کولو په خاطر د دغه هیواد پر وړاندې له بندیزونو څخه د ټکنالوژۍ شرکتونو د معافیت په اړه د واشنګټن د اقدام په غبرګون کې، د نورو ترڅنګ خبرداری ورکړی و چې د «ایران د حاکمیت نقضولو هڅې به بی ځوابه پاتې نه شي.»

څو ساعته وروسته د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي رابرت مالي، د تویتر له لارې د یوه پيغام په خپرولو سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښکاره کړ.

نوموړي د شنبې په ورځ په خپل پیغام کې واضح کړ: «په داسې حال کې چې د ایران حکومت له سوله ایزو مظاهره کوونکو سره وحشیانه چلند کوي او هڅه کوي چې نړیوال انټرنت ته د ایرانیانو د لاس رسي مخه ونیسي، متحده ایالات له یوه بل سره د ایران د وګړو ارتباط ټینګولو کې د مرستې په خاطر اقدام کوي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ناصر کنعاني، په خپل تویتري پيغام کې د ایران د امنیت او ثابت کمزورې کولو په خاطر د امریکا د «پرله پسې ناکامه هڅو» خبره کړې ده. د ارتباطاتو د محدود او پریکولو له پاره د ایران د حکومت هڅې اوس هم دوام لري.

اړوند مطالب: د آلمان کيڼ ګوند د ايرانيانو په پناه غوښتنه کې آساني غوښتې ده

د نټ بلاکس ګروپ چې په نړۍ کې د انټرنټي ترافیک څارنه او نظارت کوي، تائیده کړې ده چې په ایران کې د سکایپ شبکه له لاس رسي څخه وتلې ده.

د ایران د اعتراضونو لمن تر ۳۱ ډیرو ولایتونو ته غځیدلی دی. د ایران جمهور رئیس له اعتراض کوونکو سره د پریکړنده چلند امر کړی. بل لوري ته د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحید د انټرنټي محدودیت په تائیدولو سره اعتراف کړی دی چې دغه محدودیتونه د امنیت د کنترولو په خاطر عملي کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو د خزانه دارۍ وزارت د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره انټرنټي خدماتو ته د ایرانیانو د لاس رسي پراخولو تګلارې ته اشاره کړې ده او په ایران کې د انټرنټي سانسور سره مبارزه او د اطلاع رسونې له آزادو جریانونو څخه ملاتړ یي د دې تګلارې موخه بللې ده.

اړوند مطالب: د ایران د کورنیو چارو وزیر: د مهسا په مړینه کې پولیس ملامت نه دي

د «ارشاد ګشت» ،(د ټولنیز امنیت د ارتقا طرح) په زندان کې د مهسا امیني تر مړينې وروسته په ایران کې اعتراضونه خپلې نهمې ورځې ته داخل شول. د ایران مختلف ښارونه په تیرو اتو ورځو کې د بی ساري ولسي اعتراضونو شاهدان ول. د امنیتي ځواکونو په له تاوتریخوالي ډک چلند کې تر اوسه پورې ۳۶ تنه وژل شوي او ډیر شمیر نور ټپیان شوي دي.

د خپرو شوو رپوټونو په اساس په تیرو څو ورځو کې په زرګونو تنه اعتراض کوونکي نیول شوي چې یو شمیر یي خبریالان، سیاسي او مدني فعالان دي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح