1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: له دين څخه د اوښتلو ضد قانون له مخي يو مسلمان نیول سوی

۱۳۹۹ آذر ۱۴, جمعه

په هند کي له هندو مذهب څخه اسلام ته د اوښتلو ضد قانون په چوکاټ کي یو مسلمان بندي سوی دی. په اوترا پردیش کي د په اصطلاح «محبت او واده کولو له لاري» اسلام ته اوښتلو ضد دغه قانون اوس غواړي نور ایالتونه هم نافذ کړي.

https://p.dw.com/p/3mE5Q
DW Reihe Love Jihad
انځور: Aletta Andre

د هندوستان اکسپرس ورځپاڼي پرون خبر ورکړ چي پر دغه ۲۱ کلن ځوان باندي تور دی چي د خپل کلي یوه هندو ښځه یې مجبوره کړې ده چي مسلمانه سي. د هغه بندي کیدل ددغه لانجمن قانون په چوکاټ کي لومړۍ قضیه ده.

په اوترا پردیش ایالت کي د په اصطلاح «د محبت جهاد» له لاري اسلام ته د اوښتلو ضد دغه شخړه ایز قانون اوس غواړي نور ایالتونه هم نافذ کړي. پر دغه ایالت باندي هندو مذهبه ښی اړخی نشنلسټي گوند، جاناتا پارټي حکومت کوي.

د دغه افراطي حزب په نظر مسلمانان اوس په هندوستان کي غواړي په دې جهاد سره هندواڼ مسلمانان کړي او ودونه ورسره وکړي. دوی غواړي چي اوس په دې نوي قانون سره د دغه کار مخنیوی وکړي.

د نوي قانون پراساس به دغه ۲۱ کلن ځوان تر لسو کلونو پوري د بند سزا وویني. ویل کیږي چي دغه ځوان پروسږکال د خپل کلي، برایلي له یوې هندواڼۍ سره جوړ راغلی او یوځای سره تښتیدلي وه. که څه هم دواړه څو ورځي وروسته بیرته راغلل، خو د هندوستان اکسپرس د رپوټ پراساس د نجلۍ پلار پرهلک باندي تور لګولی چي هغه یې لور تښتولې وه. دغه ځوان بيا له یو بل چا سره واده وکړ.

په هغه اقامهء دعوه کي چي د نجلۍ پلار پر هلک باندي پولیسو ته کړې ده، راغلي دي چي احمد یې د لور د ارادې خلاف هغه مسلمانه کړې وه. د بي بي سي د یوه رپوټ پراساس د احمد تر بندي کیدو وروسته هغه ویلي دي چي بې ګناه دی او«له دغي ښځي سره هیڅ ارتباط» نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب