1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یوه هندي سیریال کې یوه مچه د جنجال سبب سوې

۱۳۹۹ آذر ۶, پنجشنبه

په هندوستان کي د نېټ فليکس پروګرام په يوه خپريدونکي سريال کي يوې مچي سخت جروبحثونه رامنځته او د دغه پروګرام د تحريميدو غوښتني کيږي. په دغه سريال کي يوه هندو ښځه يو مسلمان نارينه د هندوانو په يوه معبد کي ښُکلوي.

https://p.dw.com/p/3lroe
Screenshot Netflix-Serie A Suitable Boy
انځور: netflix.com

لکه څنګه چي د هندوستان د مادهيا پراديش ايالت د کورنيو چارو وزير، ناروتام ميشرا په خپل تويتر کي ليکلي، پوليسو ته د نېټ فليکس پروګرام د دوو رهبري کوونکو غړو پرضد شکايت سوی او اقامه دعوي ورباندي سوې ده.

وزير وايي، چي په سريال کي داسي مشکوکي صحنې موجودي وې چي د مذهبي احساساتو سره لوبي پکښي کيږي. هغه غواړي چي لومړی د حقوقي اقداماتو په هکله معلومات حاصل کړي.

محلي رسنيو ليکلي دي چي په دې تازه وختو کي د هندوستان په تويترونو کي د نېټ فليکس پروګرام د تحريمولو تمايل ډير سوی دی. پخپله نېټ فليکس تر اوسه پوري په دې هکله څه نه دي ويلي.

په هندوستان کي د اکثريت هندواڼو او لوي اقليت مسلمانانو ترمنځ ودونه عملأ ډير لږ کيږي. کله چي څوک په اصطلاح د دغو مقرراتو پابندي نه کوي، نو اکثراً د ناموسي قتلونو تر نامه لاندي وژل کيږي.

دا هم په داسي حال کي ده چي د هندو مذهبه ښی اړخي حکومت تر رهبرۍ لاندي هندۍ جامعه پر دوو قطبونو باندي ويشل سوې ده.

د کورنيو چارو وزير وايي چي د نېټ فليکس پروګرام د دغه سريال پرضد پوليسو ته اقامه دعوه هم د همدغه حکومتي حزب د يوه ځوان رهبر له خوا سوې ده. دغه ځوان رهبر په خپل تويتر کي ليکلي دي چي نېټ فليکس«عشقي جهاد» تشويقوي. دا د دقيقآ د هم هغو افراطي هندواڼو تصور دی چي وايي مسلمان نارينه د هندو مذهبه ښځو سره ودونه کوي، تر څو بيا يې مسلماناني کړې او په دې وسيلې سره مسلمانان اکثريت او جامعې ديموګرافيک حالت ته تغير ورکړي.

د زيوراتو يوه شرکت څو اوني دمخه د يوې هندو-مسلماني جوړې هغه تبليغاتي اعلان هم بيرته ليري کړ، کله چي په عين ډول سره ورباندي انتقادونه وسول.