1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې تاوتریخوالی: د تلفاتو شمیر په پرله پسې ډول زیاتیږي

۱۳۹۸ اسفند ۷, چهارشنبه

د هند په پلازمينه نوي ډهلي کې له تیرو دریو ورځو راهیسې د روان تاوتریخوالو په پایله کې د وژل شویو شمیر ۲۰ او د ټپیانو شمیر نږدې ۲۵۰ ته لوړ شوی دی. وضعیت اوس هم د انديښنې وړ بلل شوی.

https://p.dw.com/p/3YSLq
Indien Unruhen in Neu Delhi
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/Str

په ډهلي کې د دویچه ویله د خبریال صلاح الدین زین په حواله له څو اونیو راهیسې په هند کې د تابعیت د شخړیز قانون په مخالفت کې د پلازمېنې نوي ډهلي په مختلفو سیمو کې د احتجاجونو لړۍ روانه ده.

بل لور ته د« بهارتیه جنتا پارټي» واکمن حکومتي ګوند په همدغو سیمو کې د دې قانون په ملاتړ مظاهرې پيل کړي دي. تشدد له همدې ځایه پيلیږي.

په نوي ډهلي کې د سختو ناکراریو له امله په ډیرو سیمو کې بیړنی وضعیت اعلان شوی دی. د کابیني امنیتي کمیټې د وضعیت د ارزونې په اړه یوه غونډه هم کړې ده. د ډهلي وزیر اعلی اروند کیجريوال وضعیت ډیر د اندیښنې وړ بللی دی او د پولیسو د مرستې له پاره یې د پوځ د ګومارنې غوښتنه کړې ده.

د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۶ نیټه) هم د ډهلي په شمال ختیځ کې د اورلګونې پيښې رامنځته شوي دي. په اغیزمنو شویو سیمو کې د پولیس او نیمه پوځي ځواکونو ګزمې روانې دي. په دغو سیمو کې چې د لسم او دولسمو ټولګیو ازموېنې نن پيلیدې هغه هم ځنډول شوي دي.

تیره ورځ حکومت د وضعیت د کنترولو په موخه د پولیس او نیمه پوځي ځواکونو ۶۷ اضافي قطعات ګومارلي دي او ورته یې امر کړی دی چې که څوک یې د بلوا رامنځته کولو په حال کې ولیدل په ډزو یې وولي.

د چارواکو په حواله ډیري کسان په ډزو د لګیدو له امله وژل شوي دي.

د ډهلي په شمال ختیځ کې د بهجن پوره، جعفر آباد، سلیم پور، کراول نګر، موج پور، چاند باغ او دیال پور په څیر سیمې چیرې چې د یوه ځانګړي مذهبي اقلیت خلک اوسیږي، له تشدد څخه سختې زیانمنې شوي دي.

د ډهلي یو شمیر انګلیسي ورځپاڼو لیکلي دي چې د دې مذهبي تاوتریخوالو په ترڅ کې د مسلمانانو دوکانونه او کورونه یو یو په نښه شوي دي. په رسنیو کې هم د پولیسو پر جانبدارۍ د سختو نیوکو لړۍ روانه ده.

داسې ډیري ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي چې پولیس په کې له بلواګرو سره د مرستې په حال کې لیدل کیږي.

دویچه ویله: ش.ن/ن.ز