1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

امريکا: افغانستان کې لاهم القاعده فعاله ده

۱۴۰۲ آذر ۱۱, شنبه

د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی رپوټ وايي، افغانستان کې د القاعده او داعش په څېر ترهګریزې ډلې لاهم فعالې دي. رپوټ کې دا هم راغلي چې دغسې ډلې مرکزي آسيا او هند هم ګواښي.

https://p.dw.com/p/4Zi9M
Afghanistan | Al Kaida Kämpfer
انځور: AFP/Getty Images

په دوحه کې دطالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ، طالبان باید القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي او نورو ترهګریزو ډلو ته هم اجازه ورنه کړي، چې افغان خاوره د نورو په خلاف وکاروي.

خو اوس تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه د ۲۰۲۲ میلادي کال په رپوټ کې ویلي چې «افغانستان کې د القاعده عناصر، داعش او سیمه ییزې ترهګریزې ډلې فعالې پاتې دي.»

رپوټ زیاتوي چې د داعش د خراسان څانګه په افغانستان کې پر ولسي وګړو په ځانګړه توګه پر شیعه ګانو او طالبانو خپلو برېدونو ته دوام ورکوي.

د رپوټ په حواله داعش په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د پاکستان، تاجکستان او ازبکستان پولې ته څېرمه او د پولې هاخوا هم برېدونه وکړل، دغه راز هوډ یې درلود چې پر لویدیځ برید وکړي.

رپوټ زیاتوي: «د هند په نیمه وچه کې القاعده او ورپورې تړلو ډلو ددې وړتیا نه درلوده چې له افغانستانه پر امریکا بریدونه پلان وکړي.»

آرشیف انځور: د آلقاعده شبکې پخوانی مشر ایمن الوظواهري په کابل کې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو
انځور: AUSAF Newspaper/EPA/picture alliance/dpa

په رپوټ کې دا هم راغلي چې طالبانو ژمنه کړې وه چې دوی به له افغانستانه پر امریکا او متحدینو یې د ترهګریزو ډلو د بریدونو مخنیوی کوي، خو د القاعده عناصرو، تحریک طالبان پاکستان او د داعش خراسان ډلې پروړاندې ددې ډلې توان څرګند نه دی.

په رپوټ کې دې ته اشاره شوې چې طالبان په ۲۰۲۲ میلادي کال د داعش ډلې د مشر ایمن الظواهري کوربانه ول، کوم چې د همدغه کال د جولای په ۳۰مه نېټه د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.