1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په خيبر پښتونخوا کې ډېر ماشومان په ايچ آی وي اخته دي

۱۴۰۲ فروردین ۱۱, جمعه

د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې په زيات شمېر ماشومانو کې د ايډز سبب کېدونکي ايچ آی وي ويروس ابتلاوې ثبت شوي دي. چارواکي يې يوه وجه زيات شوی ولسي پوهاوی يادوي.

https://p.dw.com/p/4PYmj
Pakistan HIV-Test
انځور: Getty Images/AFP/R. Tabassum

اجمل خان او کلثوم بي بي (مستعار نومونه) تقريبا لس کاله تر مخه خبر شول چې په ايچ آی وي ويروس اخته دي. هغوی د پاکستان په شمال لوېديځ ايالت خيبر پښتونخوا کې له ټولنې څخه په جلاوالي او بېلتون کې ژوند کوي.

ياده مېرمنه او سړی يې د يوې ډېرې محافظه پاله قبيلې سره تړاو لري. د هغوی اکثريت ګاونډيان داسي فکر کوي چې ايچ آی وي صرف د غير مشروع جنسي اړيکو له لارې انتقاليږي. خو د پېښور سره تړاو لرونکې دغه جوړه وايي چې له خپلې نکاح څخه دباندې يې هيڅ جنسي اړيکې نه دي لرلي.

دغه مطلب هم ولولئ: ایا د ایډز ساري ناروغي پر ښځو بل ډول اغېزې لري؟

د هغوی په وينا هغوی ته ايچ آی وي په دغه ويروس د ککړې پېچکارۍ له لاري ورغلی دی. خو د هغوی اکثريت خپلوان او پېژندونکي د هغوی دغه خبره نه مني. له همدې کبله د دغې جوړې سره توپيري چلند کيږي.

د دغې جوړې له څلورو ماشومانو څخه يوه لور او يو زوی هم په دغه ويروس اخته دي. هغوی په دغه ايالت کې د ثبت شوو ۳۹۴ نورو ايچ آی وي مثبت ماشومانو څخه دي. که د هغوی درملنه ونشي نو هغوی ښايي په ايډز ناروغۍ اخته شي. اجمل او کلثوم اوس مخ په زياتېدونکې توګه د خپلو روغ ماشومانو د راتلونکي په هکله اندېښمن دي.

دغه مطلب هم ولولئ: آیا کرونا به د ایډز د بیرته ډېرېدو سبب شي؟

۴۵ کلن اجمل خان د آلمان ږغ ډويچه وېله ته وويل: «موږ په دايمي توګه په دې اندېښنه او بېره کې ژوند کوو چې موږ به ژر مړه شو. که زموږ دغه اندېښنه په حقيقت بدله شي، نو په دغه بېرحمه ټولنه کې به زموږ د ماشومانو او په زیاته توګه د هغو لوڼو سره څه وشي چي په دغه ويروس نه دي اخته؟ همدغه اندېښنې موږ خوب ته نه پرېږدي.» 

د ايچ آی وي په ابتلاوو کې زياتوالی

د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د پاکستان په دغه ايالت کې چې د کومو ماشومانو ايچ آی وي ټيسټونه کيږي، پکښي په زیات شمېر ماشومان د اتبلا مثبې پايلي لري. يعني له هغو څخه زيات شمېر يې په ايچ آی وي اخته دي.

په خيبر پښتونخوا کې د ايچ آی وي، هيپاټايټس يا تور ژړي او د وينو د سرطان د کنټرول د پروګرام مشر ډاکټر اصغر خان دی. هغه د آلمان ږغ دويچه وېله سره د ابتلاوو په تړاو شمېرې شريکې کړې. د هغه په وینا د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کال تر منځ ۱۶۸ ماشومان په ايچ آی وي مثبت ټېسټ شوي دي. په دغو کې ۱۱۲ هلکان او ۵۶ انجونې دي.

د ياد پروګرام د ثبت شوو شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کې ۲۲، په ۲۰۲۱ کال ۲۵ او په ۲۰۲۲ کال ۶۵ هلکان په ايچ آی وي مبتلا ثبت شول. همدا راز په ۲۰۲۰ کال ۱۰، په ۲۰۲۱ کال ۱۳ او په ۲۰۲۲ کال ۳۳ انجونې په دغه ويوروس اخته ثبت شوې. د ترمخه معلومو ابتلا د شمېرو سره که نوې ثبت شوي پيښي جمع کړل شي، نو په ايچ آی وي ويروس د اخته ماشومانو شمېر تقريبا ۴۰۰ ته رسيږي.

دغه مطلب هم ولولئ: تر ټولو زيات انسانان کومو وباوو وژلي؟

د ايچ آی وي د ابتلا پيښي صرف تر ماشومانو پورې محدودې نه دي. بلکه يو شمېر مېرمنې، نارينه او مخنث جنس لرونکي هم په دغه ويروس اخته دي. په خيبر پښتونخوا کې له ۲۰۰۵ کال راهيسي د ايچ آی وي ۶۰۶۴ ابتلاوې ثبت شوي دي. له دغو څخه د اکثرو تړاو د پېښور سره دی. د افغانستان سره په پوله پرتو قبايلي سيمو کې ۹۰۳ او په بنو کې ۷۲۲ پيښي ثبت شوي دي. په ټوليزه توګه تر اوسه ۸۶۴ داسي پيښي ثبت شوي دي چې پکښي د ايچ آی وي له کبله انسانان مړه شوي دي.

دا چې اوس ولي د ايچ آی وي ټيسټونو په مثبتو پايلو کې زياتوالی راغلی دی، په هکله يې چارواکي وايي چې لاملونه يې له جراحي عملياتو مخکې د کنټرول زياتېدل او په ولسي خلکو کې د پوهاوي زياتېدل دي.

د ايچ آی وي د کنټرول پروګرام سره مربوط ډاکټر اصغر وايي: «په ۲۰۱۸ کال زموږ (د خېبر پښتونخوا) د روغتيا ادارې د هر ډول عملياتو يا جراحۍ اړتيا لرونکو کسانو د ايچ آی وي ټيسټ کول لازمي کړ. د دغه اقدام په پايله کې د اېچ آی وي زياتې پيښي رابرسېره شوې.»

هغه زياته کړه: «د ايچ آی وي په هکله د خلکو زیات شوي پوهاوي، ټيسټونو، درملنې ته آسانه لاسرسي او د اړونده روغتيايي ادارو تر منځ همږغۍ او همکارۍ هم په دې کې مهم رول لوبولی دی.» 

د ماشومانو تر څنگ نارينه، ښځينه او د مخنث جنس لرونکي هم په ايچ آی وي اخته دي.
د ماشومانو تر څنگ نارينه، ښځينه او د مخنث جنس لرونکي هم په ايچ آی وي اخته دي.انځور: Getty Images/AFP/R. Tabassum

په ايچ آی وي اخته کسان له کوره ايستل کيږي

اجمل خان وايي چې هغه، مېرمنه او ماشومان يې تر  دې د مخه د خپلې لويي کورنۍ سره په يو کور کي اوسېدل. خو د ايچ آی وي د تشخيص څخه وروسته سمدلاسه هغوی له دغه کور څخه وايستل شول. هغه وايي: «موږ د ټولنيز رد، توپيري چلن او بدنامۍ سره مخامخ شوو او د خپل کور خلکو موږ داسي انسانان وګڼلو چې لاس ورته څوک نشي وروړلای. خو موږ د خپل ځان او خپلو ماشومانو لپاره دا هر څه وزغمل. که څه چې طبيعت مې ناسازه وي، خو زه د يو ترکاڼ سره په ورځني اجرت کار کوم. خو زما مېرمنه په کور کې وي او د کور چارې سمبالوي.»

دغه مطلب هم ولولئ: داکتران: د ایدز ناروغۍ عامل ویروس به نور د جنسي اړیکو له لارې نه انتقالیږي

په ايچ آی وي اخته يوه ۳۴ کلنه مېرمنه د خپل ۷ کلن ماشوم سره يوځای له خپلې کورنۍ څخه ډېر ليري د چارسدې يوه کلي ته کډه شوې ده. د هغې هم درملنه ادامه لري. خو له دې بيري چې د کلي خلک يې له کلي ونه باسي، نو هغې د خپلې ناروغۍ په هکله د کلي خلکو ته څه نه دي ويلي. دغې مېرمنې د آلمان ږغ ته د هغې د نوم نه ښودلو په شرط وويل: «په اصل کې زما مېړه دغه ويروس د ځان سره راوړی و او موږ ته يې را انتقال کړ. خو په ټولنه کې د خپل او د خپلې کورنۍ د عزت په خاطر هغه راڅخه هيله وکړه چې دا خبره پټه وساتم. د دغې ټولنې اکثريت دا فکر کوي چې دا ويروس صرف د غير قانوني (غير ازدواجي) جنسي اړيکو له کبله خپريږي.»

دغې مېرمنې زیاته کړه: «شپږ کاله تر مخه زما د سړي د مرګ وروسته ما خپلې کورنۍ ته په دې باره کې حقيقت ووايه. خو زه له دې کبله په جدي توګه خواښينې يم چې زما خسرګنۍ زه له کلي څخه دباندې وايستلم او زما حقيقي ورونو هم زما سره هيڅ مرسته ونکړه. له همدې کبله زه دلته راغلم او د روزګار لپاره چای پخوم.»

دغه مطلب هم ولولئ: په افریقا کې له ایډز سره د مبارزې له پاره د ډیرو ودونو د منع غوښتنه

د دې لپاره چې څوک يې په ناروغي خبر نشي، دغه مېرمنه د ولسوالۍ د ايچ ای وي و مرکز ته يوازي سفر کوي. هغه د خپل زوی په هکله اندېښمنه ده. هغه نه پوهيږي چې د هغې د مرګ په صورت کې به د هغه سره په دغه ټولنه کې څنګه چلن وشي. 

اکثريت مبتلا کسان د درملنې هيله مند دي

حکومت د ايچ آی وي د علاج لپاره په ټول ايالت کې ځانګړي مرکزونه جوړ کړي دي. ډاکټران د مبتلا کسانو د درملنې تر څنګ هغوی ته مشورې هم ورکوي. دغه ناروغانو ته د اېنټي ريټرو وايرل اړونده درمل په وړيا توګه ورکول کيږي. د ليري پرتو سيمو خلکو ته دغه درمل د هرو شپږو مياشتو لپاره او نژدې اوسېدونکو ته د هرو درو مياشتو لپاره ورکول کيږي.

ډاکټره سعديه خان د پېښور په حيات آباد ميډيکل کمپليس کې د ايچ ای وي د مرکز رئيسه ده. هغه وايي چې په خيبر پښتونخوا کې په ايچ آی وي اخته اکثريت خلک د علاج په تلاښ و روغتيايي مراکزو ته ورځي. هغه زیاتوي: «د بعضو ناروغانو وضعيت دومره خراب وي چې هغوی په سملاسي توګه له معاينې وروسته روغتون ته انتقال کيږي. بعضو ناروغانو ته بيا د معاينې وروسته درمل ورکول کيږي او د صلاح مشورې وروسته کور ته لېږدول کيږي. دا هر څه د حکومت او بسپنه ورکوونکو د مرستو له کبله په مفته توګه وړاندي کيږي.»

دغه مطلب هم ولولئ: «۳۶ ميليونه انسانان په ايډز اخته دي»

ډاکټره سعديه خان خبرداری ورکړ چې د ايچ آی وي د ابتلا زیاتې پيښي په هغو ماشومانو کې ثبت شوي دي، چې د تيليسيميا په ناروغي اخته وي. تيليسيميا هغه ناروغي ده چې له کبله يې په وينو کې د هيموګلوبين کمښت وي.

دغه ډاکټره وايي چې په ايچ آی وي ويروس اخته مور يا پلار کېدای شي د دې سبب شي چې زېږېدونکی ماشوم يې هم په دغه ويروس اخته وي. دغه ويروس د جنسي اړيکو نيولو تر څنګ، په مخدره توکه په اخته کسانو کې د پيچکاريو د مشترک استعمال له کبله هم يو بل ته انتقالېدلای شي. په ويروس ککړ د غاښونو د ډاکټرانو يا نايانو سامان آلات هم ابتلا لامل کېدلای شي.

جميله اڅکزۍ/ا.ا./ب.ص.