1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«HIV به نور د جنسي اړیکو له لارې نه انتقالیږي»

۱۳۹۸ آذر ۱۰, یکشنبه

داکترانو ادعا کړې ده چې د یوه نوي درمل په کارونې سره د HI ویروس د انتقال مخه نیول شوې ده.  کارپوهان د یوې نوې څیړنې له طریقه دې نتیجې ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3U3D0
HI Viren HIV Virus
انځور: picture alliance/dpa/H.Gelderblom/Robert Koch Institut

کارپوهانو دا هم ویلي دي چې د نویو درملو په کارونې سره په همجنسبازانو کې هم د ایډز ناروغۍ عامل ویروس (HIV) نه دې انتقال شوی. په دې ازمایښت کې دوی له کانډوم څخه هم استفاده نه وه کړې. معالج داکترانو د نویو درملو تاثيرات غیر عادي بللي او زیاته کړې یې ده چې د ایدز پر ضد د مبارزې په برخه کې دا یو ډیر لوی پرمختګ دی.

د HI ویروس په هکله د نویو شمیرو پایلې د طب په برخه کې معتبرې مجلې «لینسیټ» کې خپرې شوي دي. وروسته تر دې چې دغه درمل کشف شوي دي، د اتو کلونو راهیسې په تجربوي ډول کارول کیږي. زر جوړې داوطلبه همجنسبازانو له دې څیړنې سره د مرستې په موخه دغه درمل استعمال کړي او په دې څیړنه کې یې برخه اخیستې ده.

دغه درمل په مختلفو اروپایي هیوادونو کې د کارپوهانو تر څارنې لاندې استعمال شوی دی. په دې تحقیق کې یو همجنسباز د HI په ویروس اخته او بل یې نه وو.

Lesotho - Aids Kampagne
د داکترانو په حواله د نوي درملو د استعمال له کبله په همجنسبازانو کې هم د HIV انتقال صورت نه دی نیولیانځور: Imago/F. Stark

په دې څیړنه کې دغو کسانو په مجموع کې تر ۷۶ زره وارې ډیر جنسي اړیکې ټینګې کړې وې. تحقیق کونکو تر هر ځل جنسي عمل وروسته د دوی معاینات ترسره کړل.

په اتو کلونو کې د دوا د استعمال سره هم مهاله او وروسته تر هر وارې جنسې اړیکې به د دوی لابراتواري معاینات ترسره کیدل او په هیڅ چا کې دغه ویروس ونه موندل شو.

دغه درمل په لومړۍ مرحله کې یعنې مخکې تر دې چې په نارينه او ښځينه جوړو کې هم تجربه شوي وو چې پایلې یي مثبتې وې او وروسته بیا څیړونکي متوجه شول چې دا ازمایش باید د همجنسبازانو په برخه کې هم ترسره کړي.

د دې څیړنې پر مهال یوازې ۱۵ کسانو ته د HIV ویروس انتقال شوی دی او دا هم د یو بل داسې شخص سره د جنسي اړیکې د قایمولو په نتیجه کې چې دغه درمل یي نه وو استعمال کړي.

دویچه ویله اردو/ش.ن/ن.ص