1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افریقا: د ایډز د مخنيوي له پاره دې تر یوه ډیر ودونه منع شي

۱۳۹۸ مهر ۱۲, جمعه

په سویلي افریقا کې د سیاست د علم یو معتبره کارپوه له افریقایي حکومتونو څخه غوښتي دي چې د ایډز ناورغۍ د مخنيوي له پاره دې په دې وچه کې تر یوه پر ډیرو ودونو بندیز ولګوي.

https://p.dw.com/p/3Qiwi
Symbolbild Polygamie
انځور: picture-alliance/maxppp/M. Menou

د یوهانسبورګ، د ویتواترزرند، پوهنتون پروفیسور استاد ویلیم ګومیده، د «ټایمز سلِک» په نامه یوې ورځپاڼې ته ویلي دي چې د HIV  ویروس د پراخیدو د مخنيوي او د ایډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې یوازنۍ لاره دا ده چې له یوه څخه ډیر ودونه په بشپړه توګه منع شي.

ګومیده زیاته کړې ده: «په هغه صورت کې چې په قانون کې تغیرات رامنځته نه شي، چې له مخې یي دغې ناورغۍ ته نه یوازې د روغتیایي ستونزې په توګه، بلکې زموږ په پلارسالاره او عنعنوي ټولنه کې د موجود یوه پټ مشکل په سترګه ونه کتل شي، د ایډز له ناورغۍ سره مبارزه به له ماتې سره مخامخ شي.»

د سیاسي علومو دغه کارپوه د بیلګې په توګه د افریقایي هیوادونو په پادشاهانو کې د څو ښځو درلودلو دود ته اشاره کوي او وایي چې د سوازیلنډ دریم پادشاه مسواتي، په افریقا کې د سولو ټبر پادشاه ګودویل سولیتیني او همدارنګه د کامرون دویم حکمران ابومبي ټولو د څو ودونو درلودلو ته ترجیح ورکوله.

د رپوټونو په حواله ویل کیږي چې ابومبي حتی ۱۰۰ ښځې او ۵۰۰ ماشومان درلودل. ګومیده د نموني په ډول په ټولنه کې د دغو کسانو پر اغیزو سخته نیوکه کوي او له یوه سړي سره د څو ښځو واده کول غندي.

Südafrika Präsident Jacob Zuma und seine drei Ehefrauen
د سویلي افریقا پخوانی ولسمشر یاکوب زوما، له خپلو دریو میرمنو سرهانځور: AP

د هغه په خبره د سویلي افریقا د پخواني جمهور رئیس یاکوب زوما د واکمنۍ پر مهال: «د سویلي افریقا د تورپوستانو د یو شمیر قومونو په ځوانانو کې د څو ودونو درلودل حتی په مود بدل شوی وو.»

زوما پخپله څلور ښځې درلودې

ګومیده د ایډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ټینګار کړی دی: «د HIV ویروس په بشپړ ډول مهار کولو له پاره باید د خلکو بنسټیز اعتقادات په ټولنیز، کلتوري، او سیاسي برخو کې په بشپړ ډول تغیر او نوي کړل شي.»

سویلي افریقا په تیرو کلونو کې له ایډز سره د مبارزې به برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي، خو سره له دې اوس هم د دغه هیواد له هرو پنځو څخه یو تن يې د ایډز په ناروغۍ اخته دی. د ملګرو ملتونو د رپوټونو په حواله د دغه هیواد له هرو دریو ښځو څخه دوه یي پر دغه ویروس ککړې دي.

آژانسونه/ش.ن/ن.ز