د غزې د سولې تړون؛ د نړۍ رهبران په مصر کې راټولیږي
۱۴۰۴ مهر ۲۰, یکشنبه
د نړۍ له شلو ډېرو هېوادونو رهبران په غزې تړانګه کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د مصر د سرې بحیرې په غاړه تفریحي ښار شرم الشیخ کې راغونډيږي. دغه غونډه چې په رسمي توګه ورته د «شرم الشیخ د سولې غونډې» نوم ورکړل شوې، سبا یکشنبه تر غرمې وروسته ترسره کیږي.
د مصر ولسمشرۍ مانۍ مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د غونډې مشري به د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی په ګډه کوي.
په برلین کې د آلمان د حکومت یوه ویاند وویل چې صدراعظم فریدریش مېرڅ بلنلیک ترلاسه کړی او د دوشنبې په ورځ به د رهبرانو په دغه غونډه کې د ګډون له پاره مصر ته سفر وکړي. رهبران به په دغه غونډه کې په غزې تړانګه کې د اسرائیل او حماس تر منځ د دوه کلنې جګړې د اوربند رسمي توافق لاسلیک کړي.
ویاند زیاته کړه: «آلمان به د سولې تړون د طرحې اجرا ته ژمن وي چې تر ټولو مخکې به پر یو باثباته اوربند او د بشري مرستو پر رسولو تمرکز کوي.»
سرچينې دغه راز ویلي چې «صدراعظم به په خپل سباني سفر کې پر دغو ژمنو ټینګار وکړي.»
نور ګډونوال رهبران
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د بریتانیا صدراعظم کير سټارمر هم منلې چې د شرم الشیخ د سولې په غونډه کې ګډون کوي.
ځینو رسنيو رپوټ ورکړی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د هسپانیا او پاکستان لومړي وزیران او د بحرین پاچا به هم په غونډه کې برخه واخلي.
ټاکل شوې چې ترمپ به د دوشنبې په ورځ وختي اسرائیل ته ورسیږي او هلته به د یرغملانو خپلوانو ته وینا وکړي او بیا به په غونډه کې د ګډون له پاره مصر ته ولاړ شي.
د اسرائیل او حماس تر منځ اوربند د جمعې په ورځ په اجرا کې راغلی. د رپوټونو مطابق په ادامه به ېې د دوشنبې ورځې په منځ کې د حماس له لوري د پاتې ټولو یرغملانو او په اسرائیل کې د بندي فلسطینیانو تبادله پیل شي. دواړو لورو هم ویلي چې د تبادلې بهیر به د دوشنبې په ورځ پیل شي.
له آرشیف څخه (18.04.2024):