په جي ۲۰ ډله کې شل مخکښه اقتصادونه شامل دي چې د نړۍ دوه په دريمه برخه نفوس لري او د نړۍ ۸۰ سلنه تجارت یې په لاس کې دی.
د «جي ۲۰» ډلې په ۲۰۰۹م کال کې د «جي ۸» يا د نړۍ د اتوو شتمنو هېوادونو د ډلې ځای ونيوه. د جي ۲۰ غړي: ارجنتاين، آسترليا، برازيل، کانادا، چين، اروپايي اتحاديه، فرانسه، آلمان، هندوستان، اندونیزيا، ايتاليا، جاپان، مکسيکو، روسينه، عربستان، جنوبي افريقا، جنوبي کوريا، ترکيه، بريتانيا او امريکا متحده ایالات. په دې پاڼه کې د جي شل په اړه د دويچه ویله مضامين او رپوټونه لوستلی شئ.