1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوناما د بشري چارو مسئول د طالبانو له اقتصاد وزیر سره کتلي

۱۴۰۱ دی ۵, دوشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه چارو سرپرست همغږي کوونکي رامیز الاکبروف د دوشنبې په ورځ د طالبانو د اقتصاد له وزیر، محمد حنیف سره کتلي دي. دوی په انجوګانو کې د ښځو د کار د ممانعت پر موضوع خبرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4LQfb
 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه چارو سرپرست همغږي کوونکي رامیز الاکبروف
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه چارو سرپرست همغږي کوونکي رامیز الاکبروفانځور: Fardin Waezi/UN/dpa/picture alliance

د یوناما دفتر ويلي دي چې په دغه کتنه کې غوښتنه شوې چې د طالبانو حکومت دې په بهرنیو موسساتو کې د کارکوونکو ښځو د نه کار کولو له تصميم څخه پرشا شي.

د یوناما په اعلامیه کې ويل شوي دي: «په میلیونو افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د خنډونو ليرې کول اړین دي.»

د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې ټولې میشتې بهرنۍ غیردولتي موسسې دې تر امر ثاني پورې خپلو کارکوونکو ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي.

که څه هم د طالبانو دغه اعلان په مستقیمه توګه پر ملګرو ملتونو نه وضع کيږي، خو د دغه سازمان اکثره پروګرامونه د غیرحکومتي موسساتو له خوا مخته وړل کيږي.

افغانستان کې د لوږې کړکیچ

ډېرو بهرنیو موسساتو ويلي چې په افغانستان کې ېې خپل فعالیتونه وروسته له هغې درولي چې طالبانو ټولو غیرحکومتي موسساتو ته د ښځینه کارکوونکو د کار درولو امر وکړ. د طالبانو ویاند د امریکا شاردافېرې خبرو ته سخت غبرګون ښوولی دی.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله، د یکشنبې په ورځ ګڼ شمیر بهرنیو موسساتو اعلان وکړ چې په افغانستان کې ېې خپل فعالیتونه درولي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ښځې دې تر امر ثاني پورې په بهرنیو انجوګانو کې کار نه کوي
د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ښځې دې تر امر ثاني پورې په بهرنیو انجوګانو کې کار نه کويانځور: Getty Images

د طالبانو دغه اعلان، د نړیوالو او غیر حکومتي موسساتو خبرداري راپارولي چې ورسره کېدای شي په افغانستان کې د بشري مرستو لړۍ ډېره سخته وځپل شي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي دي چې دغه موسسات د افغانستان د قوانینو او فرمانونو پر عملي کولو مکلف دي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري مرستو عمومي ارزونه کوي

سیف دې چيلدرن، د ناورې د مهاجرت کمېټې او کيئر، په یوه ګډه اعلاميه کې ويلي دي: «موږ په افغانستان کې د خپلو ښځينه کارکوونکو پرته نه شو کولی شدیدو اړمنو ماشومانو، ښځو او نارينه و ته په موثره توګه رسیدګي وکړو.»

په اعلاميه کې دغه راز راغلي: «موږ په داسې حال کې چې د دغې اعلامېې په هکله وضاحت ترلاسه کوو، خپل پروګرامونه د تعویق حالت کې اچوو او غواړو چې ښځې او نارینه وشي کړی په افغانستان کې زموږ د ژوند ژغورنې مرستو ته ادامه ورکړي.»

«موږ پر خپلو ښځینه کارکونکي متکي یو»

د ژغورنې نړيواله کمېټه (آی آر سي) چې په افغانستان کې د خپلو ۳۰۰۰ ښځينه کارکوونکو سره د روغتيا، تعلیم او نورو برخو کې عاجل خدمات وړاندې کوي، هم ېې ويلي دي چې خپل فعالیتونه ېې درولي دي.

د طالبانو تر دغه اعلان وروسته چې ښځې دې په بهرنیو غیردولتي مووسساتو کې کار نه کوي، په افغانستان کې ګڼ شمیر فعالو بهرنیو موسساتو خپل فعالیتونه درولي دي
د طالبانو تر دغه اعلان وروسته چې ښځې دې په بهرنیو غیردولتي مووسساتو کې کار نه کوي، په افغانستان کې ګڼ شمیر فعالو بهرنیو موسساتو خپل فعالیتونه درولي ديانځور: Handout Familie Vandecasteele/BELGA MAG/AFP/Getty Images

آی آر سي، چې مرکز ېې په نيويارک کې دی، په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «د آي آر سي له پاره، زموږ ارګانونه په ټولو سطحو کې د خدماتو د عرضه کولو په برخه کې پر خپلو ښځينه کارکونکو متکي دي. که موږ د ښځو د استخدام اجازه ونه لرو، موږ نشو کولی اړمنو خلکو ته خدمات وړاندې کړو.»

ملگري ملتونه: بنديزونه د بشري مرستو مخه نيسي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال، رامیز الاکبروف، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د طالبانو ممنوعیت به ميلیونونو انسانانو ته د مرستو لیږد له مشکل سره مخ کړي او دا د افغانستان پر ځپل شوي اقتصاد ویجاړونکی اغیز کوي.»

د آلمان او د اسلامي همکاریو سازمان غبرګونونه

الاکبروف زیاته کړه: «په خپلواکه او عادلانه توګه د بشري مرستو د لیږد دوام به ډېر ستونزمن وي، ځکه د ښځو مشارکت ډير اړين دی.» هغه وويل چې ملګري ملتونه په دې هڅه کې دي چې دغه ممنوعیت بېرته واخیستل شي.

د راتلونکي کال له پاره د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو اټکلونه

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې، انالينا بېربوک، هم د يکشنبې په ورځ په دې هکله د «نړېوالې ټولنې د یو واضح غبرګون» غوښتونکې شوه.

د اسلامي همکاريو سازمان د طالبانو دغه ممنوعیت ته «ځان ته ماتې ورکول او افغانانو ته زيان رسول» ښودلی او پر طالبانو ېې غږ کړی چې له دغه تصميم څخه ېې پر شا شي.

د الاکبروف په خبره، د بشردوستانه چارواکو د يکشنبې ورځې په غونډه کې داسې يو تصمیم چې ټولې انجوګانې دې خپل ماموریتونه د تعلیق په حال کې راولي، شتون نه درلود. خو هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو وروستی ممنوعیت به د ملګرو ملتونو سازمان پر ماموریت اغیز ولري، ځکه دوی په افغانستان کې په پراخه کچه خپلې مرستې د غیرحکومتي موسساتو یا انجوګانو له طریقه رسوي.

د یوې افغانې د زړه حال

د طالبانو وروستي ممنوعیت پر افغان ښځو هم منفي اغیز لرلی دی. ۲۴ کلنې شبانه چې له کلونو راهیسې په یوه خارجي موسسه کې کار کوي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې هغه د خپلې کورنۍ یوازينۍ عاید لرونکې وه.

طالبانو د نجونو تحصيل د ممنوعيت دفاع وکړه؛ جي۷ سخت غبرګون ښوولی

هغه چې نه غواړي بشپړ نوم ېې خپور شي، زیاته کړه: «که زه خپله دنده له لاسه ورکړم، زما ۱۵ کسیزه کورنۍ به له لوږې مړه شي.» دغې افغانې وويل: «په داسې حال کې چې نړۍ د راروان نوي کال جشن لمانځلي، افغانستان د ښځو له پاره په دوزخ بدل شوی دی.»

د ذبیح الله مجاهد تند غبرګون

د طالبانو حکومت د يکشنبې په ورځ له نړیوالو نیوکو سره مخ شو. د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې هکله د امریکا متحده ایالاتو د ژاردافیرې د څرګندونې په ځواب کې پر ټويټر وليکل: «امریکايي چارواکي باید زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.» مجاهد ويلي دي هغه موسسات چې په افغانسان کې فعالیت لري مکلفې دي چې د افغانستان قوانین او فرامين رعایت کړي.

مجاهد لیکلی دي چې دوی چا ته اجازه نه ورکوي چې د بشري مرستو په نوم ېې د حکومت پريکړو او مشرانو په اړه بې مسئولیته څرګندونې یا ګواښ وکړي.

شارژدافېرې، کرین دیکر ويلي دي: «له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د سترې مرستندویه ټولنې د استازي په توګه، زه احساس کوم چې زه حق لرم چې د دې وضاحت وکړم چې طالبان څنګه د ښځو او ماشومانو د لوږې د مخنیوي اراده لري، کله چې ښځې نور اجازه نه لري چې نورو ښځو او ماشومانو ته مرستې وویشي.»

نديم: که آبادي او تمدن مو هدف وی نو جګړې ته څه ضرورت وو

یوناما وایی چې د طالبانو ممنوعیت به ميلیونونو انسانانو ته د مرستو لیږد له مشکل سره مخ کړي او دا د افغانستان پر ځپل شوي اقتصاد ویجاړونکی اغیز کوي
یوناما وایی چې د طالبانو ممنوعیت به ميلیونونو انسانانو ته د مرستو لیږد له مشکل سره مخ کړي او دا د افغانستان پر ځپل شوي اقتصاد ویجاړونکی اغیز کويانځور: Sanaullah Seiam/Xinhua/picture alliance

په غیر حکومتي دفاترو کې پر کارکوونکو ښځو د کار کولو بندیز، د طالبانو له خوا اعلان شوی تر ټولو وروستی بنديز دی. د طالبانو حکومت دغه راز تېره اوونۍ دا اعلان هم وکړ چې محصلانې نشي کولی تر «امر ثاني» پورې پوهنتونونو ته ولاړې شي.

«موږ ته د اسلام دين مهم دی»

د طالبانو دغو اعلانونو په نړېواله سطحه غبرګونونه راپارولي او د افغانستان په يو شمیر ښارونو کې ېې پر ضد اعتراضونه هم شوي دي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزير، ملا ندا محمد ندیم، د نړېوالو غبرګونو سره سره، له خپلې پرېکړې دفاع کوي. هغه تېره ورځ وويل چې د دوی له پاره د «اسلام دېن مهم دی» او که دنیاوال ورباندې هر ډول فشارونه هم راولي دوی به په ښځو حجاب کوي.

راپور: طالبان د نجونو د تحصيل په هکله خپل ترمنځ همنظره نه دي

د ښځو حجاب له هغو څلورو مواردو څخه یو دی چې ندیم وايي سبب شول چې دوی د نجونو پوهنتونونه بند کړي. هغه مخکې د افغانستان ملي تلویزیون چې د طالبانو تر ادارې لاندې کار کوي ويلي وو چې څو ځله ېې پوهنتونونو ته د ښځو د حجاب رعایتولو سپارښتنه کړې وه خو عملي نه شوه.

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنې کې ډېرو ښځو خپلې حکومتي دندې هم له لاسه ورکړي دي. طالبانو همدارنګه پر ښځو له نارینه محرم پرته د سفرونو بندیز لګولي او دغه راز ښځې باید چادري پر سر کړي.

(AFP)mks/nz

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل