په بادغيس کې جګړه؛ په روزګان او بدخشان کي د ولسواليو سقوط
۱۴۰۰ خرداد ۲۰, پنجشنبهد دويچه ويله سيمه ايز خبريال وايي چې وسله والو طالبانو نن د پنجشنبې په ورځ د باغيس پر مرکز قلعه نو باندي پراخ بريدونه پيل کړي دي او تر اوسه دوې امنيتي پوستې د لامان په سيمه کې نيول شوي دي.
د بادعيس والي ويلي دي چې افغان امنيتي ځواک مقاومت کوي او له هوايي ځواک څخه مرسته غوښتل شوې چې وضعيت کنترول کړي. خو د دغه ولايت د ولايتي شورا غړيو بيا دويچه ويله ته ويلي دي چې په بادغيس کې وضعيت ډېر نازک دی.
دوې ورځې مخکې د بادغيس د قادس ولسوالۍ د ترټولو لوی پوځي مرکز څخه افغان ځواکونه ووتل او قلعه نو ته ولاړل. د دوی د وتلو علت پر هغوی باندې بريدونه او له ډېر وخت راهيسې محاصره بلل شوی دی.
د دغه ولايت د جوند ولسوالي هم سقوط شوې او ابکمري ولسوالۍ تر ۷۰ زيات سرتيري طالبانو ته تسلیم شوي دي.
په روزګان او بدخشان کې د ولسواليو سقوط
د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» سره په خبرو کې سيمه ایزو چارواکو نن، پنجشنبه تائيد کړې ده چې وسله والو طالبانو د روزګان د چنارتو او بدخشان ارغنچخوا ولسوالۍ نیولي دي.
په دې توګه د مي پر لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له پېل راهيسې ۱۴ ولسوالۍ د طالبانو نيولي دي.
د روزګان د ولايتي شورا په حواله په چنارتو کې د افغان امنيتي ځواک ۲۰۰ غړي له طالبانو سره يوځای شوي دي. د ولايتي شورا په حواله دغو ځواکونو تر هغه وروسته دا کار کړی چې هیڅ تازه دمي ځواکونه او اکمالات ورته نه وو رسېدلي.
د بدخشان په ارغنچخوا ولسوالۍ کې بيا پاتو امنيتي ځواکونو تر دوو ورځو سختو جګړو وروسته د پنجشنبې په ورځ خپلې پوستې پريښې دي.
سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې د ارغنچخوا ولسوالي د ستراتيژيکي پلوه ډېره مهمه ده ځکه چې د مرکز فيض آباد څخه يوازې لس کيلومتره لیرې ده او نورو لسو ولسواليو ته د تلو لاره ده.
د ملګرو ملتونو د يوه رپوټ په حواله طالبان په تېر کال کې په ټولنیزه توګه د يوازې پنځو ولسواليو په نيولو توانيدلي ول چې څلور یې حکومتي ځواکونو په يو څو ورځو کې بیرته نيولې وې.
دا روښانه نه ده چې نړيوال ځواکونه چې د وتلو په حال کې دي او د خپلو تجهیزاتو او وسایلو د انتقال په چارو کې مصروف دي، اوس تر کومه حده له افغان امنيتي ځواک سره مرسته کوي.
طالبانو د فاریاب دولت آباد ولسوالۍ نیولې ده
د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د چهارشنبې ورځې د يوه رپوټ په حواله د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د يوې داسې اجازې ترلاسه کول ارزوي چې کله د افغانستان يو ستر ښار له خطر سره مخامخ وي نو په ځواب کې یې دوی د افغان پوځ په ملاتړ هوايي بريدونه وکړي.
د امريکايي چارواکو په حواله له افغانستان څخه یې د ځواکونو د وتلو بهير کابو پنځوس سلنه بشپړ شوی دی. د روان ميلادي کال د سپتمبر تر ۱۱ نیټې پورې بايد ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي وي.
ب. ص/ ن. ز (DPA)