په کندهار کي د شپې له خوا د مخابراتي شبکو بندېدل
۱۳۹۹ شهریور ۶, پنجشنبهکه څه هم په کندهار کي د مخابراتو ریاست مسؤلین او د خصوصي مخابراتي څانګو مسؤلین په دې اړه له رسنیو سره خبري نه کوي، خو د کندهار د ولایتي شورا غړی حاجي محمد یوسف یونسي بیا دویچه ویله ته وويل چي، د ده د معلوماتو له مخي وسله والو طالبانو ټولو مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی دی، چي د شپې لخوا دي خپل فعالیت په ولسوالیو کي یو مخ ودروي: «له سپين بولدک ولسوالۍ څخه ماسوا، نور په ټولو ولسوالیو کي د شپې لخوا مخابراتي شبکې د وسله والو طالبانو په غوښتنه کار نه کوي.»
دی وايي، په دې اړه د بیلا بیلو ولسوالیو خلک ورته راغلي او دا شکایتونه کوي، چي «د شپې یې له دوستانو، خپلوانو او اولادونو سره تلیفوني تماس قطع وي، د شپې له اړخه د یو اوبل له حاله نه خبرېدو ډېر اندېښمن کړي او ان ځینو ته يې روحي تشویشونه پیداکړي دي».
نن د کندهار په پريس کلب کي د بیلا بیلو ولسوالیو تر سلو زیات کسان راټول سوي او په دې وروستیو کي د کندهار په اکثرو ولسوالیو کي د مخابراتي شبکو، د ځینو ولسوالیو او روزګان ولایت سره د لویو لاري پر بندیدو د اعتراض ږغ پورته کړ.
په دې راټول سویو مدني فعالان، سپين ږیرو او عامو خلکو له وسله والو طالبانو وغوښتل، چي د جګړې او بندیزونو دروند بار د ولس له اوږو پورته کړي.
د دوی شکايت داوو چي، د شپې یوه ناروغي یا کوم بله ستونزه ورته پېښه سي، نو هیڅوک یې له حاله نه خبریږي او اړ دي چي تر سهاره انتظار وکړي: «موږ د ولسوالیو اوسیدونکي په یو داسي حالت کي ژوند کوو، چي د زغمولو نه دی، مخابراتي شبکې، لويي لاري، روغتیايي کلینکونه او نوري اسانتیاوي راباندي تړلي دي.
له یوې خوا زموږ د باغونو او کروندو د حاصلاتو وخت دی او له بلي خوا موږ قلف یو، نو ... څه درته ووایو!»
د کندهار په ۱۶ ولسوالیو کي د مخابراتي شبکو له بندښت سره په اکثرو ولسوالیو کي پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه هم زیات سوي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزي دویچه ویله ته وویل همدا تیره شپه وسله والو طالبانو د معروف او شاه ولیکوټ ولسوالۍ پر ځينو امنیتي پوستو ډله ایز بریدونه کړي دي چي ۲۲ وسله وال پکښي وژل سوي او ۱۵ ټپیان دي.
د بشري حقونو فعالان بیا وايي، په هره جګړه کي ډېر تاوان عام ولس ته رسیږي.
د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي وګړو د خونديتوب د څانګي مشر نعمت الله حسني وايي، د روان کال د اسد میاشتي په اوږدو کي د مخامخ جګړو او ماین چاودنو له امله ۹۷ ملکي کسان وژل سوي او ۹۴ نور ټپيان دي.
د ده په خبره په یاده میاشت کي ۸۹ ماین چاودني سوي، چي ډیر تلفات عام ولس ته رسیدلي دي.
محمد ابراهیم سپېڅلی/ کندهار
زموږ له آرشیف څخه: