1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مخابراتو وزارت د انترنيت بیې تر۳۰ سلنه ډیري راټیټې کړې

۱۳۹۸ مرداد ۲, چهارشنبه

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي چې د دفترونو او کورونو له پاره د انترنيت بیې یو ځل بیا۳۰ سلنه راټیتي کړي دي. د مخابراتو وزارت فیهم هاشمي وايي چې د ۳جي او ۴جي انترنتي بیو د راټیټولو له پاره هم هڅې روانې دي.

https://p.dw.com/p/3MeBF
Afghanistan Internet Cafe
انځور: DW

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست وزیر فهیم هاشمي په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د دفترونو او کورونو له پاره د انترنيت په بیو کې تر۳۰ سلنه د زیات کمښت خبر ورکړ.

هغه نن د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جولای میاشتي۲۴ نیټه) د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې رسنیو ته وویل چې له داخلي شرکتونو سره د ۳ جي او ۴ جي انترنيتي پاکټ د بیو د کمښت په برخه کې هم هڅې روانې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د سرپرست وزیر په خبره تر دې وړاندې د هرې ام بي بیه ۹۶ امریکايي ډالره وه چې تر کمښت وروسته به ۶۰ ډالرو ته راکښته شي.

هاشمي په خپلو خبرو کې همدا راز ټینګار وکړ چې د ارزانه او باکیفیته مخابراتي او انترنتي خدماتو وړاندې کول یې د وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

Handy-Nutzung in Afghanistan Flash-Galerie
انځور: AP

د مخابراتو سرپرست وزیر د بلخ ولایت د مزارشریف ښار په ګډون د هیواد په نورو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د خدماتو د بندېدو په هکله وویل چې د عامه خدماتو وړاندې کولو ته ګواښونه، د هغوی تخریب، زیان رسول او د دغه راز خدماتو متوقف کول، چې اصلي کاروونکي یې عام خلک دي، له خلکو سره د مستقیمې دښمنۍ په معنی دي.

له تیرو څو ورځو راهیسې د هیواد د نورو یو شمیر ولایتونو ترڅنګ په بلخ ولایت کې له دولتي »سلام مخابراتي شرکت« پرته، پاتې نورو خصوصي مخابراتي شرکتونو خپل خدمات ځنډولي دي چې خلک یې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخامخ کړي دي.