1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې تر۷۰ زیات مسجدونه پلټل کيږي

۱۳۹۹ آذر ۱۳, پنجشنبه

د فرانسې د کورنیو چارو وزير ويلي دي چې دغه تفتيشونه به په راتلونکو ورځو کې ترسره شي او دا چې جوماتونه د تړل کیدو له خطر سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/3mB8O
Frankreich Bayonne | Polizeieinheit vor Moschee nach Anschlag
انځور: picture-alliance/AP Photo/Str

د فرانسې چارواکي په پام کې لري چې په ټول هيواد کې ۷۶ مسجدونه د «بيلتون پالنې» پر ضد يوه بې ساري ګام په ترڅ کې و پلټي. دا اعلان د فرانسې د کورنيو چارو وزير ژيرال درمنا د پنجشنبې په ورځ وکړ.

نوموړي د تويتر له لارې ويلي: «پر ۷۶ مسجدونو د اسلامي بيلتون پالنې شک کيږي.» نوموړي زياته کړه: «په راتلونکو ورځو کې به په دې عبادتځايونو کې تفتيش ترسره کيږي او که چېرې زموږ شکونه تائید شول نو د دې جوماتونو د تړلو لارښوونه به وکړم.»

د فرانسې حکومت د «سياسي اسلام» او بيلتون پالنې پر ضد يوه قانون جوړولو ته هم چمتوالی نيسي. په پام کې ده چې د دغه هيواد کابينه به راتلونکې اوونۍ د دې قانون په اړه بحث وکړي.

دا قانون به بيا د دسمبر پر نهمه نيټه پارلمان ته د تصويب له پاره وړاندې شي. د دې په مسوده کې به دا خبره ليکل شوي وي چې «اسلام يو مذهب دی نه يو سياسي غورځنګ» او په فرانسه کې به د مسلمانانو په ډلو کې «بهرنۍ مداخله» هم منع وي. د قانون په مسوده کې په کورونو کې د درسونو په اړه هم د سختو ګامونو پورته کولو او همدا راز په بهر کې د روزل شويو امامانو په تدريجي ډول له دندو ګوښه کولو غوښتنه هم شوې ده.

ولسمشر ايمانل مکرون همدا راز هوډ څرګند کړی دی چې په هغو ځايونو کې به د افراطي اسلامپالنې سره مبارزه وکړي چېري چې ځوانان له دې خطر سره مخ کيږي،يعني په مسجدونو، په لارو کوڅو او انترنت کې.

په دې وروستيو کې په فرانسه کې په ترهګريزو پېښو کې يو شمير انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې دې کار په دغه هيواد کې د افراطي اسلامپالنې پر ضد د غوسې يوه تازه څپه را وپاروله.

په اکتوبر میاشت کې، پاريس ته څیرمې د سامويل پاتي په نوم يوه ښوونکي څخه د يوه احتمالي تندلاري اسلامست له خوا سر پرې کړل شو. دغه ښوونکي د درس په ترڅ کې خپلو شاګردانو ته د اسلام د پيغمبر کاريکارتورونه ښکاره کړي ول.

د همدې میاشتې په پای کې د جنوبي ښار نيس په يوه کليسا کې د چړې د يوه بريد په ترڅ کې درې نور کسان ووژل شول.

ب. ص/ ن. ز (dpa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب