1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه غواړي د ملایانو یوه شورا جوړه کړي

۱۳۹۹ آبان ۳۰, جمعه

د فرانسې د مسلمانانو استازو تیره چهارشنبې ماښام له جمهوررئیس ماکرون سره د یوې لیدني پرمهال د ملایانو او د یوې شورا پر جوړیدو موافقه وکړه. ماکرون غواړي په دې سره له افراطي تمایلاتو سره مقابله وکړي.

https://p.dw.com/p/3lbYM
Frankreich Präsident Macron | Rede an die Nation
انځور: David Niviere/abaca/picture alliance

دغه شورا چي د جمهوررئیس ایمانوییل ماکرون په ابتکار رامنځته کیږي، د فرانسې د ملایانو روزنه څاري. ماکرون د فرانسې د اسلامي شورا او ورسره يوځای سوو نهو اتحادیو له استازو سره د ملاقات پرمهال همدارنګه غوښتنه وکړه چي په دوو اوونیو کي دي د «جمهوري ارزښتونو یو منشور» تصویب کړي.

د ماکرون په خبره، په دې ډول سره باید واضح سي چي اسلام په فرانسه کي یو مذهب دی او نه یو سیاسي جریان.

سربیره پر دې باید د ماکرون په غوښتنه پر دیني زده کړو باندي په فرانسه کي د داسي دولتونو، لکه ترکیې او سعودي عربستان نفوذ هم راکم سي.

دغه دولتونه او هم مغرب هیوادونه، لکه تونس او مراکش خپل ملایان او امامان فرانسې ته لیږي او هرکال د هغوی اتحادیو ته په ميلیونو یورو حواله کوي.

په دغو نوو تدابیرو سره ماکرون غواړي پر اسلامي افراطیانو باندي فشار ډیر کړي، لکه څنګه چي هغه په نیس او پاریس کي تر وروستيو حملو وروسته اعلان کړی وو. حکومت غواړي په دې ارتباط د ډسمبر مياشتي پر۹ نېټه یو قانون هم تصویب کړي.

د دې قانون له مخي به د نورو تر څنګ ښوونکي له تشدد او حملو څخه په ښه ډول سره وساتل سي.

Ag/ق.ن، ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب