1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهروسیه

المان: ولې یو کس پر موټر د z نښې په کښلو ۴۰۰۰ یورو جریمه شو؟

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

په هامبورګ کې یوې محکمې یو کس د خپل موټر د شا پر ښيښه د «Z» علامې په نصبولو سره ۴ زره یورو جریمه کړی دی. په روسیه کې له دې علامې څخه پر اوکراین د روسیې د برید د ملاتړ په توګه استفاده کیږي.

https://p.dw.com/p/4Ii0a
په انځور کې یوه ښځه لیدل کیږي چې پر اوکراین د روسیې د برید د ملاتړ نښه د خپل موټر پر ښيښې لګوي
په انځور کې یوه ښځه لیدل کیږي چې پر اوکراین د روسیې د برید د ملاتړ نښه د خپل موټر پر ښيښې لګويانځور: Darko Vojinovic/AP/picture alliance

د سه شنبې (د اکتوبر میاشتې ۲۵ نیټه) په ورځ په هامبورګ کې یوې محکمې یو ۶۲ کلن کس د «Z» نښان یا علامې د کښلو له کبله ۴۰۰۰ یورو جریمه کړ.

د محکمې د اسنادو له مخې، دغه کس د مارچ په میاشت کې پر اوکراین د روسي ځواکونو د برید له پیلیدو یو میاشت وروسته د خپل موټر د شا په ښيښه کې په آبي رنګ سره د «Z» علامه یا نښه نښلولې وه او له دې علامې سره د هامبورګ پر سړکونو یې موټر چلولی دی.

د نوموړي له دې کړنې څخه څارنوال دا نتیجه واخیستله چې هغه اراده درلوده چې پر اوکراین د روسيې له برید څخه خپل ملاتړ وښيې.

اړوند: فوټبال - د پوتین په نفع شعارونه پر ۵۰ زره ډالره نغدي جریمه تمام سول

محکمې دغه کس په ۸۰ ورځې بند یا ۴۰۰۰ یورو جریمې محکوم کړ. په پيل کې بې له دې چې د محکمې جلسه دایره شي، یوازې د ۶۰ ورځې بند سزا ورته ټاکل شوې وه، خو د تورن کس له خوا د محکمې د پریکړې د بیا کتنې تر غوښتنې وروسته، د محکمې عمومي غونډه دایره شوه. دغه پریکړه لا الزامي نه ده او په اړه یې د تجدید نظر امکان شتون لري.

«Z»  څه معنی لري؟

پر اوکراین د روسیې د برید په پيل کې په اوکراین کې پر روسي ټانکونو او نورو پوځي نقلیه وسایلو د «Z» نښه یا علامه لیدل کیدله. ډیر زر له دې نښې څخه په روسیې کې پر اوکراین د دغه هیواد د نظامي برید د ملاتړ له پاره د پروپاګند د علامې په توګه استفاده وشوه. ډیري وختونه له دې څخه پر جامو او تبلیغاتي تابلوګانو کې کار اخیستل کیده.

اړوند: آلمان:‌ د جریمو سرغړونکو پر نیول کیدو د ورځې ۴۵۰ زره یورو لګښت راځي

په المان کې له دې نښې څخه پر اوکراین د روسیې د برید د ملاتړ له پاره د تبلیغ په خاطر استفاده کونکي مجازات کیږي، ځکه دا اقدام د روسیې د یرغلیز برید د تاییدولو په معنی دی چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.

دا ممنوعیت د جزایي قوانینو د هغې برخې په اساس دی چې د جنایتي اعمالو سره د علاقمندۍ ښکاره کولو له سمبولونو څخه استفاده منع کوي، په هغه صورت کې چې په دې اقدام سره «عمومي نظم» ګډوډ شوی وي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص