1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د پوتین په نفع شعارونه پر ۵۰ زره ډالره نغدي جریمه تمام سول

۱۴۰۱ مرداد ۱۶, یکشنبه

د اروپا فوټبال اتحادېې «یوفا» د ترکېې فنرباغچه ټيم د ۵۰ زره ډالرو نغدي جريمې پر تحويلولو محکوم کړ. هغه په دې چې ګواکې مينه والو ېې د روسېې د ولسمشر، ولاديمیر پوتین، په نفع شعارونه ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/4FEVk
UEFA Champions League und Russland
انځور: Jakub Porzycki/NurPhoto/picture alliance

د فنرباغچه ټیم مینه والو دغه شعارونه په استانبول کې د دغه ټيم او اوکرایني ټيم «دینامو کییف» تر منځ سیالۍ پر مهال ورکړي دي. دوی د لوبې پر مهال د «پوتين پوتین پوتین...» نارې وهلې دي. په ترکيه کې د اوکراین سفیر دغه کار په کلکه غندلی دی. دغه مسابقه دوه پر یو د اوکرايني ټیم په ګټه پای ته ورسیده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اولګ نیکولنکو، پر ټويټر لیکلي دي: «زموږ جنګي ځواکونو د ترکېې په خاوره کې پوتین ته دوه د یوه پر وړاندې ماتې ورکړه. موږ د ترکېې مینه والو ته توصیه کوو چې د ګټونکي ټيم پلوی وکړي.»

که څه هم د استانبول فنرباغچه ټیم په ابتدا کې د خپلو پلویانو له دغه رفتار څخه فاصله ونيولې، اما بخښنه ېې ونه غوښته. د دغه ټيم مشر، علي کوج، وويل: «د اوکراین سفیر او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند باید د خپلو دغو نامناسبو څرګندونو په خاطر له موږ څخه بخښنه وغواړي.»