1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان؛ د جریمو د سرغړونکو نیول څومره لګښت لري؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

د آلمان قضایي ادارې د هغو کسانو له پاره چې نقدي جریمه نه سي ورکولای، هره ورځ ۴۵۰ زره یورو په مصرف رسوي. ډیری دغه کسان پرته له ټکټ څخه له نقلیه وسایلو څخه د استفادې په نتیجه کې جریمه کیږي.

https://p.dw.com/p/4BBU4
Symbolbild | Gefängnis
انځور: Ritzau Scanpix/imago images

په آلمان کې هرکال شاوخوا ۵۰ زره کسان له دې کبله د پولیسو له خوا نیول کیږي چې نقدي جریمې نه ادا کوي. د «زود دویچه څایتونگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي د آلمان د کیڼ اړخه گوند ته د جرمني د حکومت د یوه ځواب پراساس رپوټ ورکړی چې ډیری هغه کسان چې بندیان کیږي پرته له ټکټ څخه له عامه ترانسپورت څخه د استفادې له امله جریمه کیږي او وروسته دغه پیسې نه ورکوي.

که څه هم په دقیق ډول ثبت سوي نه دي چی دغه زندانیان په اول سر کې په کومو جرمونو محکوم سوي دي، خو د جرمني د نورد راین ویستفالن ایالت د جرم پیژندني د ادارې د یوې څیړني له مخي چې د دغه هیواد حکومت ورته اشاره کړې، څه ناڅه ۲۵ سلنه، پرته له ټکټ څخه د نقلیه وسایلو څخه د استفادې په جرم د »جریمې له ورکولو څخه د تیښتې« مربوط موارد وو.

په اصل کې ټول محکوم سوي کسان، چې د جریمې د ورکولو توان نلري، په یو شکل کولای سي هغه ورکړي، خو بیا هم هغه کسان چې په تکراري ډول جریمه کیږي د هغو په ورکولو نه توانیږي. ډیری دغه ډول زندانیان «بې وزله، ناروغ او له ټولنې څخه محروم کسان وي او د جزا د قانون له مخې خطرناک کسان نه شمیرل کیږي.»

د کیڼ اړخه گوند استازې، کلارا بونگر وړاندیز کړی، د دې پرځای چې دغه کسان پرته له ټکټ څخه د نقلیه وسایلو څخه د استفادې په تور زندان ته اچول کیږي، هغه پیسې چې باید په همدې هدف ولگول سي، ښه به وي چې د هغوی له پاره وړیا ټکټونو ته ځانگړې سي.

(AFP) / GP, KHA