1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهفیلیپین

فلېپين؛ هغه هېواد چې طلاق پکې منع دی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۲, جمعه

فلېپين کي د واده قانون بدلونونو ته اړتیا لري، ځکه په دغه هیواد کي طلاق هیڅ امکان نه لري. په دې اړه د يوه نوي قانون مسوده چمتو سوې ، خو لا معلومه نه ده چې د واده په قانون کې د اصلاح دا چانس به بريا ته ورسي او که څنګه.

https://p.dw.com/p/4RFhm
فلپين کې د ماشومانو ودونه
فلپين کې د ماشومانو ودونهانځور: Ted Aljibe/AFP/Getty Images

د کرونا وبا وروسته، په فلېپين کي ډېری کسانو سږکال په پسرلي کي ودونه کړي او ان د واده د خوشحالیو ډله ییز پروګرامونه يې هم لمانځلي دي. د نړۍ د نورو هیوادونو په ډول په دغه هیواد کي هم واده یوه اسانه چاره ده، خو دلته بيا طلاق هیڅ امکان نه لري.

د واټیکان ترڅنګ فلېپین یواځینی هیواد دی، چي پکښي واده شوې جوړه د طلاق هیڅ امکان نه لري.

د ۴۱ کلني اپريل تادیوس د ژوند یوازینۍ هیله طلاق دی، خو د هیواد په قانون کي يې دغه کار هیڅ اجازه نه لري. د اپریل مېړه کلونه وړاندي له دې څخه ځان بېل کړی دی او اپريل په یوازي سر د خپلي لور پالنه کوي.

دا په یوه داسي خونه کي، چي ۱۲ متر مربع مساحت لري، د ژوند ترخې شپې سبا کوي. په فلېپین کي د طلاق اخیستلو نه امکان د نفقې د نه ترلاسه کولو په معنا دی.

اپريل تادیوس اندېښنه لري، چي د خپلي لور غوښتني به بشپړي نه کړای سي، ځکه دا له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده.

»هغه، چي خدای يې یو له بله سره پيوندوي، انسان اجازه نه لري، چي سره بېل يې کړي« د انجیل )نوي عهد( دغه جمله  یوازي په دوو سیمو، د واټیکان په ښار او فلېپین هیواد کي تر قانون معتبره ده.

فیلیپین کې له ماسکونو سره ډله ییز واده
فیلیپین کې له ماسکونو سره ډله ییز وادهانځور: Reuters/Bacolod City Public Information Office

په فلېپين کي د کاتولیک ټولني پادري جیروم سسیلانو طلاق د کورنیو ستونزو د حل مناسبه لار نه ګڼي. هغه په فلېپين کي د طلاق د مخنیوي په پلوۍ وايي: «اړ نه یوو، چي د نورو هیوادونو په ډول و اوسوو، بلکي برعکس پر طلاق د بندیز په اړه پر خپل قانون باید ویاړوو.»

اړوند مطالب:هراتیان: « د طلاق په موضوع کې د ایراني کلتور تر سیوري لاندي يو»

د فلېپين په سخته محافظه کاره ټولنه کي ډېری خلک کاتولیکان دي. تر اوسه ددغه هیواد په پېچلي نظام کي د واده د قانون د سمون لپاره ډېري هڅي ناکامي سوي دي. 

ادسل لاګمن، چې په پارلمان کې د ليبرال اړخ يو تجربه لرونکی استازی دی، هغه د واده او طلاق په اړه نوې قانوني مسوده چمتو کړې او هیله لري، چي پر ولسي جرګې او مشرانو جرکې سربېره به ولسمشر هم ورباندي غور او موافقه وکړي. دغه وړاندیز تر اوسه پوري څو واري د کرونا وبا له امله ځنډېدلی دی.

لاګمن وايي: «واده باید په اصل کي د مځکي پر مخ جنت وي، خو یو شمېر ودونه په دوږخ بدلیږي. هر څوک تیروزي او ډېری کسان اړ دي، چي د خپلو تېروتنو له امله  سخت تکلیف وزغمي.»

فیلیپین کې له ماسکونو سره ډله ییز واده
انځور: Imago Images/Zuma/L.M. David

نوموړی په ځانګړي ډول له ښځو سره تاوتریخوالي او د غربت او بدبختۍ پر لور د هغوی خوشي کولو ته په اشارې سره  ټینګار کوي، چي باید په سختو شرایطو کي ورسره بېړنۍ مرستي وسي.

اپريل تادیوس، د ځینو کوچنیو کارونو په ترسره کولو خپلي لور ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي، ځیني وخت يې خپلوان هم څه ناڅه لاسنیوی کوي، ځکه د هیواد قانون يې په دغسي حالت کي ملاتړی نه دی. نوموړې هغه له سړي څخه بېل ژوند کوي، چي اته کاله ترمخه يې له دې سره واده کړی، خو اوس د خپلي لور په کیسه کي هم نه دی.

د اپریل تادیوس د ژوند تر ټولو خوشحالوونکې شېبه واده نه، بلکي هغه شبیه وي، چي له خپل تښتېدلي مېړه څخه طلاق واخلي.

زموږ له آرشيف څخه: