1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هراتیان: د طلاق په موضوع کې د ایراني کلتور تر سیوري لاندي يو

۱۴۰۱ فروردین ۳۱, چهارشنبه

هرات د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چيري چې يو شمير اوسېدونکي »د طلاق زياتېدل« تر ډیره بریده له ایران څخه وارداتي بولي.

https://p.dw.com/p/4A8dc
Afghanistan - Häuslicher Missbrauch - Scheidung
د ارشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

هرات د افغانستان په لویدیځه حوزه کي پروت هغه ولایت چې د بعضو کتونکو په آند په تیرو کلونو کي د فرهنګي پلوه د ایران له کلتور څخه متاثر شوی دی. یوشمیر هراتیان په دې باور دي چې د طلاق په موضوع کي اکثره زیانمنې شوې هراتي کورنۍ د ایران فرهنګي یرغل تر سیوري لاندي راغلي.

پروانه احمدي چې یوه لسیزه يې د ښځو د حقونو د لاسته راوړونو په برخه کي فعالیت کړی وايې ځیني وختونه طلاق د وخت اړتیا وي خو په خبره يې کورنۍ باید تر ډیره ځان له دغې پديدې وساتي. دليل يې دا وړاندي کوي چي »د طلاق په رامینځ ته کیدو سره د کورنیو ښیرازه داسي پاشل کیږې چې را ټولیدل ېې بیا ستونزمن کار دی.«

احمدي زياتوي:»په هرات کي طلاق د یوشمیر نارینه او میرمنو لپاره یوعادي دود ګرځیدلی خصوصآ هغه کورنۍ چې په ایران کي يې ژوند تیر کړی او یا هغه هیواد ته راشه درشه لري تر نورو ډیر ژر د طلاق فیصلو ته زړه ښه کوي.«

یاده فعاله په هرات کي د طلاق دوو مهمو لاملونو ته په اشارې سره وايي: »په هرات کي چې د طلاق یو لامل دا دی چې موږ د ایران سره ګډه پوله لرو هلته مو راشه درشه ډیره ده، حتې یو شمیر هراتیان او ایرانیان په خپلو کي خیښۍ لري نو ځکه دا بد فرهنګ زموږ پر کورنیو منفي تاثیر کړی او موږ یې تر اغیز لاندي یوو. بل په ټولنه کي د نشه یې توکیو استعمال هم طلاق ته زمینه برابروي.«

دیني عالم مولوي تاج محمد وايي طلاق په اسلام کي روا عمل دی »خو هغه څه چې بیا ویل شوې تاسو ترې ځانونه وساتي همدا طلاق دی، که موږ اوس او پخوا پرتله کړو پوهیږو چې دا زموږ دود نه بلکي زموږ ټولنې ته وارداتي بڼه لري.«

Afghanistan - Häuslicher Missbrauch - Scheidung
د ارشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

مولوي تاج محمد زياتوي:»په افغاني ټولنه کي پخوا طلاق هیڅ وجود نه درلود، یوه افغانه میرمن به کلونه د خپل خاوند په انتظار ناسته وه. ډیرو مېرمنو سرونه سپین کړل، هر راز سختۍ به يې ګاللې خو د طلاق یې پر خوله نه راوړی، خو اوس چې زموږ یوشمیر خلګ پردي ویني او د خپل پلار او نیکه عنعنات په شپږو میاشتو کي هیروي او د پردیو د کلتور څخه په الهام داسي کړني تر سره کوي چې د افغاني کلتور سره په ټکر کي واقع دي دا ښه کار نه دی چې د خواهشاتو لپاره موږ د کورنیو د جلاوالي سبب شوو.»

بل لور په هرات کي د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور ریس نعیم الحق حقاني که څه هم په هرات کي د طلاق د کره شمیرو په اړه دقیق ارقام نه لري خو دا بیا مني چي »د طلاق په برخه کي موږ د پردیو فرهنګونو ښکار ګرځیدلي یوو.«

حقاني زياتوي:»موږ باید د اسلامي او افغاني منل سوو عنعناتو پر بنسټ حرکت وکړو په هرڅه کيٍ افراط کول ناوړه پایلي لري. اسلام چې کوم حدود راته ټاکي هغه به پایوو، اسلامي امارت د میرمنو ژوند ته پوره درناوی لري دا زموږ د امیر خبره ده چې د کورنیو د خوشالي او مصؤن ژوند لپاره کوښښ وکړو. زموږ محاکم هم داسي نه دي چې پر هره وړه موضوع طلاقونه صادر کړي. موږ د کورنیو پیوستون غواړو نه بیلتون.«

په بلخ کي د يوې طلاقي ښځي پر سر لانجه روانه ده

حقاني هم په دې نظر دی چي دغه پديده له گاونډ څخه افغانستان ته رانقل سوېده:«موږ له دې څخه سترګي نه پټوو چي ګاونډیو یا لرې پرتو هیوادونو ته سفرونه د دې ترڅنګ چې د کورنیو پر ژوندانه مثبتي اغیزي لري یو شمیر ناوړه دودونه هم زموږ په ټولنه کي خپروي، نه یواځي طلاق بلکې زموږ د فرهنګ خلاف کومې ډرامې چې څوکاله دلته رواني وي زموږ پر ټولنیز ژوند يې منفي اثرات پریښي.»

بلخوا د حقوقي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد زاهد امرخیل وايې هغه کسان چې طلاق غواړي، باید ېې لومړی ترمنځ سوله وشي او که کومه لاره نوې بیا نو طلاق اخرنی هدف شي.

امرخيل زياتوي: «متاسفانه د طلاق په برخه کي موږ یو منفي فرهنګ ته ورنیږدي شوې یوو چې تاثیرات یې زموږ پر کورني ژوند ورځ تر بلې پریوزي. دا که د ایران او یا بل هر هیواد څخه وارداتي دود دی، خو موږ ته یې له مینځه وړل پکار دي. دا ځکه چې دې بد دود زموږ په ټولنه کي هم یوشمیر کورنیو ستونزو ته لاره هواره کړې.»

 کارپوهان په دې باور دي چې هېواد ته د پرديو او متفرقه منفي فرهنګونو راتګ ناوړه عواقب هم لرلای سي. هغوی وايي چي د طلاق په مخنیوي سره د نورو ټولنیزو ستونزو د کنټرول ترڅنګ د افغان ماشومانو او کورنیو د قرباني کیدو مخه نیول کيدلای سي.

عتیق الله مطمین

د افغان میرمنو پر وړاندې په کور کې تاوتریخوالی