د المان صدراعظم: نوی عصر پیل شوی دی
۱۴۰۴ بهمن ۲, پنجشنبه
د المان صدراعظم فریدریش مېرڅ د سویس هیواد په داووس کې نړیوال اقتصادي فورم ته په خپله وینا کې د ناټو پياوړې کولو، وابستګۍ کمولو او د نوي نړیوال نظم له پاره د المان د کوښښونو یادونه وکړه.
مېرڅ د دې مطلب په بیانولو سره چې المان باید خپل اقتصادي بنسټونه پیاوړې کړي، وویل: «المان یوازې په هغه صورت کې کولی شي په اروپا کې مخکښ اوسي چې له اقتصادي پلوه قوي اوسو.»
مېرڅ د راتلونکي له پاره د المان څلور لومړيتوبونه تشریح کړل. د اوکراین دوامداره ملاتړ، له ځان څخه د دفاع کولو په برخه کې د اروپا د توانائې ډاډ ترلاسه کول او په اقتصادي او تخنیکي برخو کې د وابستګۍ کمولو له پاره هڅې، په دغو لومړیتوبونو کې شامل دي چې دغه هیواد زیامنونکی کوي.
نوموړي همدارنګه وویل چې اقتصاد باید د نوښت او ودې له پاره له خپل ټول توان څخه استفاده وکولی شي.
د المان صدراعظم وویل چې برلین د ټولې نړۍ په کچه په ستراتیژیکو اړیکو کې د همغږۍ پر رامنځته کولو تمرکز کوي. مېرڅ وویل: «مونږ د خپلې اقتصادي او تخنیکي وابستګۍ کمولو په حال کې یو.»
مېرڅ له متحدینو له ناټو څخه د لاس نه اخیستو غوښتنه وکړه
د المان صدراعظم وویل چې نړۍ او په ځانګړي توګه اروپا د یوه نوي جیوپولیتیک واقعیت سره د مخامخ کیدو په صورت کې مجبوره نه ده چې هغه د خپل برخلیک په توګه ومني، بلکې «مونږ یو انتخاب لرو.»
نوموړي زیاته کړه: «اروپا او هم نظره شریکان یې باید لا زیات نزدې یو د بل ترڅنګ ودریږي» نوموړي له خپلو متحدینو څخه وغوښتل چې «له ناټو څخه دې لاس نه اخلي.»
د المان صدراعظم د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي متحدینو ترمنځ بې ثباته اړیکو ته اشاره وکړه.
هغه وویل: «د وروستیو میاشتو د ناهیلیو او غوسې سربیره، راځئ ډېر زر د اتلانتیک سمندر دواړو غاړو ته د همکارۍ څخه لاس وانخلو.»
مېرڅ: «نوی عصر لا دمخه پیل شوی دی»
د المان صدراعظم په نړیوال اقتصادي فورم کې موجودو استازو ته خبرداری ورکړ چې «پخوانی نړیوال نظم خفک او د پاشل کیدو په حال کې دی او نوی عصر پیل شوی دی.»
مېرڅ وویل چې د متحده ایالاتو مخکښ حیثیت او موقعیت د روسیې او چین په څیر هیوادونو د نوي راڅرګندیدونکي نفوذ په وسیله «ننګول کیږي.»
هغه وویل: «مونږ د سترو قدرتونو د سیاست دور ته داخل شوي یو. د لویو قدرتونو نوې نړۍ د واک، توان او د لزوم په صورت کې د زرو پر بنسټونو بنا شوې ده. دا د راحت نړۍ نه ده.»
د ګرینلنډ په هکله د ترمپ د نوي دریځ هرکلی
د المان صدراعظم د امنیتي اندیښنو په دلیل د ګرینلنډ ترلاسه کولو په خاطر د ترمپ ښکاره لیوالتیا ته په اشارې سره وویل چې امنیتي انديښنې ګډ یا مشترک دي، خو نوموړي ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوي ټینګار وکړ.
نوموړي وویل: «مونږ د دې واقعیت چې متحده ایالات په شمالي قطب کې د روسیې ګواښ جدي نیسي، هرکلی کوو او په دې باور یو چې ناټو باید د شمال لویدیځو سیمو د امنیت تامینولو له پاره لا زیات اقدامات ترسره کړي.» خو نوموړي په ورته وخت کې ټینګار وکړ چې د «ډنمارک او ګرینلنډ خلک زمونږ پر پیوستون حساب کولی شي.»
مېرڅ وویل چې المان د ډنمارک، ګرینلنډ او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د مذاکراتو ملاتړ کوي او د ولسمشر ترمپ د تیرې شپې له هغه اعلان څخه یې هرکلی وکړ چې متحده ایالات به د ګرینلنډ د ترلاسه کولو له پاره له زور څخه استفاده ونه کړي. د المان صدراعظم وویل چې دا سمه لاره ده.