1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین ولې په هند کې د جي ۲۰ غونډه تحریم کړه؟

۱۴۰۲ فروردین ۷, دوشنبه

د هندي رسنیو په حواله چین د هند په شمال ختیځ اروناچل پردیش ایالت کې د جي ۲۰ په مهمه غونډه کې له گډون کولو څخه انکار وکړ. دغه غونډه د یکشنبې په ورځ د یاد ایالت په مرکز ایټانگر کې ترسره شوې وه.

https://p.dw.com/p/4PHtr
Indien Arunachal Pradesh Grenzkonflikt mit China
انځور: MONEY SHARMA/AFP

چین د هند تر کنترول لاندې اروناچل پردیش سیمه په رسمیت نه پيژني او ادعا کوي چې دا یې د سویلي ایالت تبت یوه برخه ده او هند پرې په غیر قانوني ډول قبضه کړې ده. کله چې د هند کوم مهم رسمي چارواکې له دې سیمې څخه لیدنه کوي، نو چین پرې اعتراض هم کوي.

جي شل غونډه له ګډې اعلامېې پرته پاي ته ورسېده

هند په تیرو وختونو کې هم دا ډول ادعاوې رد کړي دي او اروناچل پردیش خپل د خاورې نه بیلیدونکې برخه گڼي.

د یکشنبې په ورځ په دغه غونډه کې تر ۵۰ ډیرو استازو برخه واخيسته، خو چین په کې گډون ونه کړ. په راتلونکي سپټمبر کې په نوي ډهلي کې د جي ۲۰  له ترسره کیدونکي سرمشریزې مخکې هند په خپلو ۵۰ لویو ښارونو کې پلان شوي بیلابیل پروگرامونه جوړوي چې دا هم د هغې یوه برخه وه. هند اوسمهال د جي ۲۰ مشري کوي.

زمونږ له فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

تر اوسه لا معلومه نه ده چې آیا چین د دې غونډې په ارتباط هند ته خپل رسمي اعتراض وړاندې کړی دی او که څنگه؟ نه هم د هند د بهرنیو چارو وزارت او نه هم بیجینگ په دې اړه څه ویلي دي، په داسې حال کې چې پخوا به چین اروناچل پردیش ته د هندي چارواکو په سفر په ښکاره ډول اعتراض کولو. د اونۍ په پای کې ترسره شوې دا غونډه محرم بلل شوې وه او رسنیو ته یي د خبري پوښښ اجازه نه وه ورکړل شوې.

د رپوټونو په حواله د «علمي څیړنو ابتکار»  پر موضوع باندې دغه غونډه د هند د ساینس او ټکنالوژۍ د څانگې یا ادارې له خوا په لاره اچول شوې وه.

هغو استازو چې په غونډه کې گډون کړی و د اروناچل پردیش د قانون جوړونکو شورا او د ایټانگر د بودایانو له مشهورې خانقاه څخه هم لیدنه وکړه. چارواکو ته پر راتگ په هوایي ډگر کې کلتوري پروگرامونه وړاندې شول.

د اروناچل پردیش شخړه

په تیر دسمبر کې په ختیځ لداخ کې د روانو شخړه په جریان کې د اروناچل پردیش په سرحدي سیمه توانگ سکټر او «LAC» یا لاین اوف کنترول کې د چینایي او هندي ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځته شوې وې.

په هغه وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر راج نات سنگ پر چین تور لگولی و چې دغه هیواد کوښښ کوي چې په سرحدي کرښه کې وضعیت ته په «یو جانبه ډول» تغیر ورکړي.

تیر کال چین په خپله نقشه کې د هند د اروناچل پردیش ایالت د ۱۵ ځایونو نومونه بدل او د نویو نومونو اعلان کړی و. چین ادعا لري چې اروناچل پردیش د دوی د هیواد د تبت ایالت یوه برخه ده او پر دې ایالت د هند کنترول غیر قانوني بولي. خو هند بیا وایي چې دا د هند نه بیلیدونکې برخه ده.

چین اروناچل پردیش ته په خپله ژبه کې «رنگ نان» وایي او ۹۰ زره مربع کیلومتره یې د خپلې خاورې یوه برخه گڼي.

هند او چین له شمال ختیځ سیمې سکم څخه نیولې بیا تر ختیځ لداخ پورې نږدې ۳۰۰۰ کیلومتره گډه پوله لري. په اکثرو ځایونو کې واقعي کنترول لیکه موجوده ده او د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي شخړې هم اوږده سابقه لري.

له چین سره شخړه؛ هند دفاعي بودیجه زیاته کړې

په ۲۰۲۰م کال کې هم په ختیځ لداخ کې د گلوان په دره کې د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې وې، چې د هند لږ تر لږه ۲۰ او د چین ۴ تنه عسکر په کې وژل شوي ول.

صلاح الدین زین: ش.ن/ ب.ص