1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

جي شل غونډه له ګډې اعلامېې پرته پاي ته ورسېده

۱۴۰۱ اسفند ۱۲, جمعه

پر اوکراین د روسېې یرغليزې جګړې، د مالېې وزيرانو د غونډې په څېر، د جي شل ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو پر غونډه هم خپل سيوری واچاوه. وزیران د چين او روسېې د مخالفت له کبله پر يوې ګډي اعلامېې توافق ته و نه رسيدل.

https://p.dw.com/p/4OCy8
Indien G20-Treffen in Delhi
انځور: India's Ministry of External Affairs/Handout/REUTERS

د نړۍ د ۲۰ مخکښو صنعتي او نوو ځواکمن شوو هیوادونو (جي ۲۰) د بهرنيو چارو وزيرانو په خپلې وروستۍ غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۲مه) په نوي ډيلي کې تر سره شوه، مشترکه اعلاميه صادر نه کړه.

د آلمان خبري آژانس په حواله، پر اوکراین د روسېې پوځي يرغل هغه مسئله وه چې ټول مسائيل ېې تر خپل سيوري لاندې راوستلي ول او پر سر ېې اختلافات دومره ژور شول چې له کبله ېې د جي شل ډلې د بهرنيو چارو وزيران و نه توانيدل خپله غونډه په ېوې ګډې اعلامېې سره پای ته ورسوي.

په اعلامیه کې «د اوکراین له ټولو سیمو څخه د روسي پوځيانو له قید او شرط پرته بشپړ شاتګ» عبارت له درج کولو سره، د چين او روسېې د بهرنیو چارو وزیرانو د مخالفت له کبله، ګډه اعلاميه خپره نه شوه او کوربه هیواد یوازې د خبرو اترو پر جمع بندۍ باندې اکتفا وکړه.

اړوند نور ولولۍ:د «جي ـ شل» غونډه په اوکراين کې د روسیې پر جګړه تمرکز کوي

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير او د غونډې کوربه، سوبرامونیم جی شنکر، وويل چې هیواد ېې په دې بریالی نه شو چې د نظر اختلافات له منځه لېرې کړي او دغه مسئله تر ټولو ډیر د بې وزله هیوادونو په زیان ده چې د جګړې له سختو پایلو څخه کړيږي.

د اوکراین پر ضد جګړې له کبله راوتلي بحرانونه

اوکراين د نړۍ په سطحه د غله جاتو یو مهم صاداراتي هیواد دی. د روسېې تر پوځي یرغل وروسته، په دغه هیواد کې د غله جاتو تولید او صادرات يې له ګڼو ستونزو سره مخ شول چې له کبله ېې په نړيوال بازارانو کې بېې لوړې شوې.

د چین د بهرنیو چارو وزير چين ګانګ (ښي لور) او د روسېې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف، پنجشنبه د مارچ ۲مه ۲۰۲۳، نوي ډيلی، هند
د چین د بهرنیو چارو وزير چين ګانګ (ښي لور) او د روسېې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف، پنجشنبه د مارچ ۲مه ۲۰۲۳، نوي ډيلی، هندانځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

روسیه بیا په نړۍ کې یو له مهمو انرژۍ صادرونکي هیواد په توګه پرې د لګول شوو تحریمونو په دليل خپل دغه صادرات راکم کړل چې په دې کار سره ېې نړیوال اقتصاد له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړ.

اړوند نور ولولۍ:پوتین د جي شل په سرمشریزه کي برخه نه اخلي

د هندوستان د بهرنیو چارو وزير په خبره، دغه مسئله د یوې لوې برخې هیوادونو له پاره حیاتي ده. هغه وويل د سوند او غذايي موادو او کرهڼيزې سرې د بېې لوړيدا په یوې اساسي ستونزې اوښتې ده. هند د جي شل د دوره ای غونډې د کوربه په توګه، هیله درلوده چې په دغه غونډه کې د جنوبي نیم کرې هیوادونو د ویاند رول ولوبوي او پکې له فقر سره مبارزه او د اقليمي بدلون په څير مسایل بحثونو ته وړاندې کړي.

د روسېې د بهرنيو چارو وزیر، سرګي لاوروف غرب پر خپل هیواد په «بشپړ خپلسرو» تحریمونو تورن کړ او زیاته ېې کړه چې غربي هیوادونه یوازې ګواښ کوي او اروپایي اتحادیه او ناټو له نورو هیوادونو باج اخلي.

لاوروف: روسيه سیاسي حل لارې ته ليوالتيا لري

لاوروف ادعا وکړه چې روسېې د یوې صادقانه سیاسي حل لارې موندلو ته د لیوالتيا په دليل تر اوسه یو ځل هم په علني توګه نه دي ويلي چې په دې هکله جدي وړاندیزونه ردوي. 

هغه وويل په داسې حال کې چې مسکو څخه د مذاکراتو غوښتنه کيږي، خو یو ځل هم په یاد نه لري چې غربي هیوادونو دي کیف د مذاکرې ميز ته تشویق کړی وي.

د روسېې د بهرنيو چارو وزير غرب تورن کړ چې اوکراین د جګړې ادامې ته هڅوي. له دې ټولو اختلافاتو سره سره، لاوروف د نوي ډيلي په غونډه کې له خپل امريکايي سیال، آنتوني بلینکن سره شاوخوا لس دقیقې دوه اړخيزې خبرې درولودې.

اړوند نور ولولۍ:ولې د «جي۲۰» غونډه بی د پریکړه لیک صادرولو پای ته ورسیده؟

پر اوکراین د روسېې پوځې حملې، نورې مهمې نړیوالې غونډې هم تر خپل اغیز لاندې راوستلي دي، له هغې جملې په بنګلور کې د فبروري پر ۲۵مه د جي شل ډلې د مالېې وزيرانو غونډه وه. د نومبر په منځ کې د جي شل ډلې د مشرانو په غونډه کې هم پر اوکراین باندې د یرغل د پریګنده محکوميت په دليل، پر ګډه اعلامېه توافق ونه شو. دغه غونډه د اندونیزيا په بالی کې جوړه شوې وه.

پر اوکراین د روسېې پوځي يرغل مسئله سبب شوه چې د جي شل ډلې د بهرنيو چارو وزيران و نه توانيدل خپله غونډه په ېوې ګډې اعلامېې سره پای ته ورسوي
پر اوکراین د روسېې پوځي يرغل مسئله سبب شوه چې د جي شل ډلې د بهرنيو چارو وزيران و نه توانيدل خپله غونډه په ېوې ګډې اعلامېې سره پای ته ورسويانځور: Oleksandr Ratushniak/REUTERS

د آلمان او امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزيرانو هند ته تر سفر دمخه هیله مندي ښودلې وه چې د جی شل ډلې د بهرنيو چارو وزیرانو په غونډه کې به له اوکراین سره د لا ډير پيوستون شاهدان واوسي. د آلمان خارجه وزېرې، انالینا بيربوک، د پنجشنبې په ورځ په نوي ډيلي کې له خپل چينايي سيال سره وکتل. د رپوټونو پر اساس، بېربوک په دغه کتنه کې روسېې ته د چينايي مالونو لیږد چې پوځي تجهيزات هم پکې شامل دي، وغانده.

اړوند نور ولولۍ:د المان صدراعظم پر چین غږ کړی چې روسیې ته دې وسلې نه استوي

هغې د چین د بهرنيو چارو وزیر ته واوروله چې پيکن په دې کار سره، د نړیوالو قوانینو خلاف د یوه یرغلیز جنګ مالي ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې دغه هیواد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو دايمي غړی دی.

د جي شل ډله په ۱۹۹۹م کال کې په نړیوالو مالي سیستمونو کې د لا ډیرو همکاريو په موخه تاسیس شوه. د جي۲۰ غونډې تر ۲۰۰۸م کال پورې یوازې د مالي وزیرانو په سطحه ترسره کېدې، خو په همدغه کال پکې د جي۲۰ ډلې رهبرانو هم د لومړي ځل له پاره برخه واخیستله.

په جي۲۰ ډله کې د جي۷ ډلې غړي (امریکا، آلمان، فرانسه، بریټانیا، ایټالیا، کاناډا او جاپان) او تر څنګ چین، روسیه، هند، اندونزیا، برازیل، آرجانټاین، مکسیکو، سويلي افریفا، سويلي کوریا، سعودي عربستان، استرالیا، ترکیه او اروپايي اتحاديه شامل دي.

دویچه ویله ف/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه يو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل