رسنۍ: آلمان د طالبانو سره د افغانانو د اخراج په اړه خبرې کوي
۱۴۰۴ شهریور ۲۳, یکشنبه
د «بيلډ» په راپور کې راغلي چې د آلمان د کورنيو چارو وزارت د طالبانو سره په مستقیم ډول له آلمان څخه د هغو کسانو د اخراج په اړه خبرې پیل کړې دي چې بايد افغانستان ته ستانه کړل شي. د میاشتې په پیل کې د دغه وزارت آلماني استازو په قطر کې له طالبانو سره لیدلي وو چې څو د اخراج لپاره یو منظم میکانیزم جوړ کړي.
د «بيلد» ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۱۴مه) د دغو خبرو اترو په تړاو راپور ورکړ. د راپور له مخې اوس مهال د آلماني استازو د لېږلو چارې د افغانستان پلازمېنې کابل ته تنظیمېږي چې خبرو ته په افغانستان کې ادامه ورکړله شي. د قطر استازي په دې خبرو کې د منځګړو په توګه رول لوبوي.
افغانستان ته منظم اخراجونه
د آلمان د کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرېنډ څرګنده کړه چې فدرالي حکومت غواړي «افغانستان ته منظم او منل شوي اخراجونه ممکن کړي.» د دې لپاره د افغان استازو سره «په تخنیکي کچه خبرې» روانې دي. له دې مخکې آلمان ويلي ول چې د افغانانو د اخراج په ترڅ کې يې طالبانو ته پيسې نه دي ورکړي.
د «بیلډ» د راپور له مخې د خبرو موخه دا ده چې د آلمان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو پروسه اسانه شي. په راپور کې ویل شوي چې فدرالي حکومت نږدې دی چې دغه اخراجونه په لويه اندازه پراخ کړي. له دې وروسته به اخراج په خورا اسانه منظم او په لویه پیمانه ترسره کېږي. دغه شړل به یوازې د چارټر الوتکو له لارې نه، بلکې د عادي مسافر وړونکو الوتکو له لارې هم ترسره کېږي.