1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني یوه میاشت ګمرکي محصولات معاف کړل

۱۴۰۰ مرداد ۱۸, دوشنبه

جمهور رییس غني د تجارت اطاقونو د فدراسسیون غړو سره د لیدو پر مهال خصوصي سکټور یوه میاشت د ګمرکي محصولاتو څخه معاف کړ. هغه د مالیې وزارت ته امر کړی چي د صادراتو د پاره لازمي اسانتیاوي برابري کړي.

https://p.dw.com/p/3ykot
Afghanistan Präsident Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

په افغانستان کي د جنګونو تر ډیریدو او غذايي موادو د بیي تر لوړیدو وروسته ارګ نن دوشنبه (د اګست میاشتي نهمه) اعلان وکړ، چي جمهور رییس اشرف غني د تجارت اطاقونو د فدراسسیون غړو او یو تعداد تجارانو سره د لیدو پر مهال د یوې میاشتي د پاره ګمرکي محصول معاف کړي دي.

غني د خصوصي سکټور د مشکلاتو تر اوریدو وروسته هغوی ته په خطاب کي وویل: «په امتحاني ډول سره تر یوې میاشتي پوري ستاسي ګمرکي محصولات معاف دي او پس له هغه وضعیت ته په کتو سره به تصمیم نیسو.»

غني په دغه غونډه کي خصوصي سکټور ته د خپل راسته لاس خطاب وکړ او ویې ویل: »هغه څوک چي د دوی څخه رشوت اخلي، ملي خیانت کوي.»

غني د همدغي جلسې پرمهال د مالیې وزارت ته امر وکړ، چي د خصوصي سکټور سره په مشوره دي د یوې شفافي پروسې پر اساس ګمرکي مامورین وګماري او د صادراتو دپاره لازم امکانات برابر کړي.

د بلي خوا پداسي حال کي چي هره ورځ په بازار کي غذايي اولیه مواد ګرانیږي، د تجارت او صنایعو وزیر له ولسمشر سره د اولیه موادو د ستراتیژیکو ذخایرو د تهیې طرح شریکه کړه. د وزیر په خبر په تیره یوه میشت کي تقریبأ لس زره ټنه اولیه خوراکي مواد بازار ته عرضه سوي دي.

Tadschikistan Afghanistan Grenze LKW
انځور: DW/Faskhutdinov

اشرف غني پداسي یوه وخت کي ګمرکي محصولات معافوي، چي حکومت یې د تقریبأ یوې میاشتي راهیسی په ایلام قلعه، تورغونډۍ، ابونصر فراهي، سپین بولدک، آی خانم، ډنډ پټان او شیرخان بندر کي هیڅ ډول ګمرکي فعالیت نلري.

د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو د شروع او جنګونو د شدیدو راهیسي د هرات، فراه، تخار، کندز، کندهار او پکتیا عبوري سرحدونه او ورسره ګمرکونه یې د طالبانو لاس ته لویدلي دي. د مالیې وزارت تاييد کړې ده، چي پر دغو بندرونو باندي د طالبانو په تسلط سره په ګمرکي عوایدو کي ۴۰ فیصده کموالی راغلی دی.