1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې د خوړو کمښت د تیر حکومت میراث دی»

۱۴۰۰ آبان ۲۵, سه‌شنبه

د طالبانو د روغتیا وزارت مرستیال ویلي دي چې په افغانستان کې د خوړو کمښت د تیر حکومت «میراث» دی. هغه نړیواله ټولنه د مرستو د ژمنو په برخه کې په پاتې راتلو تورنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/433bI
[No title]
انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP

ملګرو ملتونو لا دمخه خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې د وچکالۍ او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د رامنځ ته شوي اقتصادي بحران وروسته ښایي په افغانستان کې ۲۲ میلیونه یا د دغه هیواد تر نفوس نیمایي زیاته برخه د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ شي.

د طالبانو د روغتیا وزرات مرستیال عبدالباري عمر، په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «یو ډیر مهم مشکل دی چې د تیر حکومت څخه په میراث راپاتې دی او هغه د خوړو کمښت دی.»

نوموړي د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ارقامو ته په اشارې سره وویل چې له مخې یې تر پنځه کلنۍ ښکته ۳،۲ میلیونه ماشومان به د کال تر پایه د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ شي. د هغه په خبره د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن پخواني حکومت د دغه ناورین د مخنیوي له پاره پوره اقدامات نه ول کړي.

[No title]
انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP

د روغتیا وزارت مرستیال ویلي دي: «شل کاله د روغتیا سکتور پر بهرنیو مرستو ولاړ وو. هیڅ داسې بنسټیز کار نه وو شوی... چې د روغتیاپالنې زیر بناوې او د هغه منابع باقي وپایي.»

د عبدالباري عمري په خبره بهرنیو بسپنه ورکوونکو او غیر حکومتي سازمانونو هر څه تمویلول خو «هیڅ کومه فابریکه نه ده جوړه شوې او داخلي منابع نه دي کارول شوي.»

نړیوال سازمانونه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي؟

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي ي چې طالبانو د اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پخوانی حکومت راوپرځاوه او واک ته ورسیدل. تر هغه وروسته نړیوالې ټولنې خپلې هغه مرستې کنګل کړي چې د هیواد اقتصاد پرې تر ډېره تکیه وو.

افغانستان: آيا طالبان د بهرنيو مرستو پرته د خوړو د بحران مخه نیولی شي؟

د عبدالباري عمري په خبره: «موږ څرنګه خدمات وړاندې کولی شو چې بهرنۍ سرچینې محدودي شي او نړیوال سازمانونه خپلې مرستې ودروي؟ نړیوال بانک، اروپایي اتحادیه او یو ایس ایډ خپلې هغه ژمنې نه پوره کوي چې د افغانستان له خلکو سره یې کړې وې.»

د خوړو کمښت د افغانستان څه د پاسه څلورو لسیزو ناخوالو سربیره یو کړکیچ دی چې افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی.

س. ر/ ن.ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: