1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا طالبان د بهرنيو مرستو پرته د خوړو د بحران مخه نیولی شي؟

۱۴۰۰ آبان ۲۱, جمعه

د م. م. د خوراک پروګرام خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان نیمايي نفوس د لوږې له شديد بحران سره مخ دی چې په میلیونو یې د «مهاجرت او قحطۍ» څخه د يوه انتخاب ته اړ شوي دي. آیا طالبان د خوراک د بحران مخنيوي ته کوم پلان لري؟

https://p.dw.com/p/42v6u
Afghanistan Kabul | hungriges Kind
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼي سازمان «اف ای او» او د خوراک نړيوال پروګرام «دبليو اف پي» د يوه تازه رپوټ په حواله د افغانستان تر نيمايي زيات نفوس به له نوامبر تر مارچ میاشتې پورې د «خوراک له شديد کمښت» سره مخ شي.

په رپوټ کې ويل شوي چې د خوراک دا کمښت به د «لږ يا کمروزي فصل» له کبله د حاصلاتو تر ټولو وروسته هم دوام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په سړه هوا کې د هيواد په لیرو پرتو سيمو کې هغو خلکو ته چې بشري مرستو ته اړتيا لري، د دغه مرستو رسول هم پرې کيږي.

د «اف ای او» او «دبلیو اف پي» په حواله ۲۳ میلیونه افغانان چې ۳،۲ میليونه یې تر پنځه کلنې کم عمر لرونکي ماشومان دي، دمګړۍ د لوږې له لاسه کړيږي. دغه انسانان په عاجله توګه خوړو، د څکلو پاکو اوبو، روغتيايي خدماتو او په ژمي کې مناسبو سرپناو ته اړتيا لري.

د خوراک د نړيوال پروګرام اجرايوي مشر ديود بيسلې، وويل: «افغانستان اوس د نړۍ پر مخ د تر ټولو شديد بشري بحران سره مخ دی او د خوراک ډاډمنتيا له منځه تللې ده.»

نوموړي د يوې اعلاميې په ترڅ کې وويل: «که موږ چېرې ونه شو کړای خپلې ژوند ژغورونکې مرستې پراخې کړو يا دا چې اقتصاد بيرته وغوړيږي نو دې ژمي کې به په میليونو افغانان مجبور وي د مهاجرت او يا د قحطۍ څخه یې يو انتخاب کړي.»

Infografik Menschen durch Dürre in Afghanistan betroffen EN

د هرات د سوداګرۍ خونې رئيس حميدالله خادم له دويچه ويله سره په خبرو کې په دې اړه وويل: «دمګړۍ په افغانستان کې کابو هيڅوک هم پېسې نه لري.»

نوموړي زياته کړه: «د هرات د صنعتي حوزې د ۷۰ سلنه شرکتونو سوداګرۍ په ټپه ولاړې دي. هیڅ تقاضا نه شته. د خريد قوت په شدت سره کم شوی. د عامه سيکتور مامورينو او کارمندان یې په سختۍ سره معاش ترلاسه کوي.»

د حکومت سقوط او وچکالي

په افغانستان کې به سږنی ژمی په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو پرته هم ښايي سخت وای. په ۲۰۲۱م کال کې افغانستان په څلورو کلونو کې په دويم ځل له وچکالۍ سره مخ شو چې دا زراعت او مالدارۍ ته يوه سخته ضربه ده.

يوازې دا څه به د یوه بشري بيړني حالت د رامنځته کيدو له پاره کافي وای خو واک ته د طالبانو رسيدو او په نتيجه کې د بهرنيو مرستو درېدل او د بهرنيو ځواکونو وتل او د خلکو بې ځای کيدو وضعيت نور هم خراب کړی دی.

کوچنۍ کارخانې لکه د وريښمو فابريکې او يا د خښتو بټۍ دمګړۍ ډېر چانس نه لري. په افغانستان کې دمګړۍ د بې کارۍ کچه هره ورځ مخ پر لوړيدو ده او د هغو کسانو شمير ډېر کم دی چې د اوږدې مودې له پاره یې خوراک تضمين وي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې امنيتي وضعيت هم مخ پر خرابیدو دی. په دې وروستيو کې د سوداګرو او نورو شتمنو کسانو د تښتونې او يرغمل نيونې پېښې آن ډېرې شوي دي.

د اقتصادي چارو کابل ميشته کارپوه (د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستيال) خان جان الکوزي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې په تېرو دوو میاشتو کې د هيواد په بېلو برخو کې تر ۴۰ ډېر دوکانداران او سوداګر تښتول شوي او ځيني آن وژل شوي دي.

طالبانو هم پر دې پوهيږي چې دمګړۍ زياتره افغان غواړي چې خپله سرمايه له ځانه سره واخلي او له افغانستانه ووځي. د دې کار د مخنيوي تر لږ مودې مخکې پورې افغانانو کولی شول په اوونۍ کې يوازې د ۲۰۰ ډالرو پورې پېسې ترلاسه کړي خو څو ورځې تر مخه دغه مبلغ ۴۰۰ ډالرو ته لوړ کړل شو.

Das tägliche Leben in Afghanistan
وچکالۍ د سږ کال پر حاصلاتو ډېر اغیز کړی دیانځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

له افغانستان سره د نړيوالو مرسته

آلمان د هغو بسپنه ورکوونکو په جمله کې راځي چې د بشري مرستو له پاره ۶۰۰ میليونه يورو ورکوي. له دې څخه به ۹۰ میليونه د خوراک نړیوال پروګرام ته رسيږي.

خو د خوراک د نړيوال پروګرام له خوا ويل شوي چې د افغانستان د خوړو د اړتيا پوره کولو له پاره دا مرستې «په سمندر کې د يوې څاڅکې» په اندازه دي. زياته شوې چې دې هدف ته د رسيدو له پاره هره مياشت کابو ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتيا ده.

په دې منځ کې نړيوال بسپنه ورکونکي د طالبانو لاسو ته د دې مرستو له لويدو ویره لري. ځيني بيا دا استدال هم کوي چې مرستو رسول د طالبانو ښکيلولو ته اړتيا لري او په دې توګه هغوی ته يو څه مشروعيت ورکوي.

د غنمو پر ځای د کوکنارو کرل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس مومند وايي: «هغه ستونزو سره د مبارزې له پاره چې موږ ورسره مخ يو، دې ته اړتيا ده چې په بهر کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړای شي او د پېسو د ورکړې په نړيوال سيسټم کې د برخه اخيستې امکانات بايد برابر شي.»

نوموړي زياته کړه چې طالبان به بيا د دې وړتيا پيدا کړي چې د هيواد اقتصاد له پاشل کيدو وژغوري او د خلکو کړاو راکم کړي. هغه وويل چې په دې توګه به هغوی وکولی شي د بې کارۍ د کچې د ټیټولو په موخه يو بيړنۍ پلان رامنځته کړي او لوږې ته به ځواب وویلی شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد څه موده وړاندې د «کار په بدل کې د غنمو» د ورکړې يو پروګرام اعلان کړ خو لا روښانه نه ده چې هغوی به دغه غنم له کومه کوي. تېر افغان حکومت په جولای مياشت کې اعلان کړی وو چې د وچکالۍ له کبله به افغانستان د غنمو کلنې اړتيا پوره کولو له پاره يو پر دريمه برخه غنم وارد کړي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په حواله له تېرو څلورو څخه یې په دريو کلونو کې په افغانستان کې د ترياکو توليد ريکارډ کچې ته لوړ شوی وو. د دغه دفتر په حواله په داسې حال کې چې تېر کال د کرونا وبا هم خپره وه، په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۷ سلنه لوړ شوی وو.