بغلان: د طالبانو له زندانه تر ۶۰ ډېر کسان آزاد شوي
۱۴۰۰ خرداد ۵, چهارشنبهد افغانستان د دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د می ۲۶) د تويتر له لارې ويلي چې د بغلان په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې يې د دغو عملياتو په ترڅ کې په ټولیزه توګه تر ۶۰ ډېر کسان چې ۲۶ یې ملکيان او ۳۶ یې د امنيتي ځواک غړي دي، آزاد کړي دي.
زياته شوې چې په د دې عملياتو په ترڅ کې څلور طالب جنګيالي وژل شوي دي.
وسله وال طالبان د افغانستان په ډېرو سيمو کې خپل زندانونه لري. د سيمه ایزو رسنيو په حواله په دغو زندانونو کې په زرونو کسان بنديان دي چې دولتي کارکوونکي او د امنيتي ځواک غړي هم پکې شامل دي.
زياته شوې چې په دغو زندانونو کې همدا راز ملکي کسان هم د حکومت له پاره د جاسوسۍ په تور بنديان دي.
د سه شنبې په ورځ هم په هرات ولايت کې له ورته يوه زندان څخه د۴۰ کسانو د آزاديدو خبر ورکړل شوی وو.
وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې خپل بريدونه شديد کړي دي او افغان حکومت د طالبانو له خوا د مي مياشتې له پېل راهيسې د څلورو ولسواليو تر نیولو وروسته چټکو پوځي برياو ته اړتیا لري.
ځانګړو ځواکونو لوګر کې ۲۲ تنه د طالبانو له زندانه آزاد کړي
له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو د اخراج له پېل راهيسې له ملکي وګړو سره د امنيت په اړه انديښنې ډېري شوي دي.
وروستي امريکايي عسکر بايد د روان میلادي کال د سپتمبر تر ۱۱ نيټې پورې له دغه هيواده ووځي چې دا په ۲۰۰۱ کال کې په امريکا کې د بريدونو له شلمې کلیزې سره سمون لري.
ب. ص/ ن. ز (DPA)
زموږ له آرشيف څخه: