1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آزاد شوي طالبان بیرته د جگړې ډگر ته ستانه شوي؟

۱۳۹۹ بهمن ۶, دوشنبه

افغان حکومت ويلي چې له ۵۵۰۰ آزادو شویو طالب زندانیانو شاوخوا ۶۰۰ یې بیرته نېول شوي دي. آیا دغه طالب زندانیان د جګړې له ډګره نېول شوي؟

https://p.dw.com/p/3oNdW
Afghanistan Kabul Taliban Freilassung
انځور: Reuters/National Security Council

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، له آزادو شويو طالب زندانیانو ډيری یې بیرته د جګړې ډګر ته ورګرځېدلي دي. ددې شورا پر وینا له دې ډلې شاوخوا ۶۰۰ کسان په بیلابیلو ولایتونو کې د جګړې په ډګر کې بیا نېول شوي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ دویچه ویله ته وویل، چې ان ځیني یې د جګړو په لیکو کې وژل شوي هم دي. هغه وويل: «دغه زندانیانو سوګند او ژمنه کړې ده چې دوی به بیا د جګړو لیکو ته نه ځي، خو دوی بیا هم جګړې ته ورګرځیدلي او په بیلابیلو ولایتونو کې نېول شوي او حتی مونږ د داسې ۵۰ کسانو لیست هم لرو چې هغوی له بنده آزاد شوي او بیرته د جګړې په لیکو کې وژل شوي دي.»

افغان حکومت د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون پربنسټ، د طالبانو شاوخوا ۵۵۰۰ زندانیان په دې تمه خوشې کړل چې ګواکې طالبان به "اوربند" او یا هم "اورکم" ومني.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره ورځ د هوايي ځواکونو په قول اردو کې وویل چې په خوشې شویو۵۵۰۰ بندیانو کې ستر مجرمان، قاچاقبر او قاتلان شامل وو.

د ښاغلي محب پر وینا دا هرڅه یې ددې لپاره وکړل چې طالبان اوربند ومني، خو دې ډلې د "اورکم" په نوم جګړې ته دوام ورکړ. نو پوښتنه داده چې د سولې او اوربند په تمه ایا د طالب زندانیانو خوشې کول یوه ناکامه پریکړه وه؟

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت الله اندړ په دې اړه وویل: «دا د وخت اړتیا وه او مصلحت په دې کې و چې باید زندانیان خوشې شي.»

خو طالبانو ته نیږدې کسان بیا د حکومت دغه ادعا په کلکه ردوي چې ګواکې خوشې شوي طالب زندانیان دې بیرته د جګړې ډګر ته ورګرځیدلي وي.

په کابل کې د طالبانو یوه پخواني چارواکي مولوي سیداکبر آغا په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «دلته مونږ ته د آزادو شویو زندانیانو خپلوان راځي، زه فکر نه کوم چې دغه زندانیان دې بیا جنګ ته تللي وي او حتی مونږ ته داسې کسان راغلل چې دغه خوشې شوي زندانیان یې بیرته له خپلو کورونو څخه نېولي.»

دغه کابل میشتی پخوانی طالب چارواکی چې د خلاصون لار شورا په نوم د یوه بنسټ مشري هم کوی زیاتوي چې پخوا یې د سولي عالي شورا سره د زندانیانو د آزادولو او د باور چاپيريال رامنځته کولو برخه کې له نیږدې کار کاوه.

Afghanistan Taliban-Freilassung
د دوحه کې د مذاکراتو په ترڅ کې د نورو طالب زندانيانو د آزاديدو خبره هم مطرح شوېانځور: picture-alliance/Zuma/PPI

هغه زیاته کړه: «مونږ دا څو کاله کیږي چې د خلاصون لار شورا له ادرسه د بندیانو په برخه کې کومک کوو که هغه ددې خوا بندیان وي یا د هغوی لخوا بندیان وي، زمونږ وظیفه همدا ده چې د جګړې ښکیلي غاړي سره نیږدې شي، نو دغه بندیان تر ډیره حده یا له کورونو او یا هم له لارو څخه نېول شوي.»

د جګړې ډګر ته د طالبانو د خوشې شویو زندانیانو د ورګرځېدو خبره داسې مهال کیږي، چې د دوحې د بین الافغاني خبرو دویم پړاؤ کې د شاوخوا ۷۰۰۰ نورو طالب زندانیانو د خوشې کېدو وړاندیز هم شوی.

خو افغان حکومت وار له مخه ویلي چې نور طالب زندانیان نه خوشې کوي او د خوشې کېدو لپاره یې "اوربند" د بنسټيز شرط په توګه مطرح کړی.

په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له دوام سره همهاله طالبانو جګړې ته او جګپوړو افغان چارواکو ددې ډلې ضد توندو نېوکو ته زور ورکړی. د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وویل طالبانو ثابته کړه چې د سولې نیت نه لري.

هغه وويل: «طالبان هماغه تروریستي ګروپ دی چې له تخریبه پرته یې هیڅ نه دي زده. دغو استخباراتي مزدورانو ته دلته هر شی کافر ښکاري، له خلکو ټکسونه اخلي خو په بدل کې یې قتلونه کوي. زموږ سرمایه ورته کباړ ښکاري.»

محب خبرداری ورکوي چې که طالبان سوله نه کوي، نو دوی به ټینګ ځواب ورکړي.

خو پخواني طالب چارواکي اکبر آغا بیا وویل چې دغه ډول څرګندونې به د سولې بهیر خورا زیانمن کړي. هغه زياته کړه: «دغه اعمال او کردار په سوله منفي اغیز کوي، سوله مثبت حرکت او مثبت فعالیت غواړي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په قطر کې هم له تېرو شاوخوا دوو اونیو د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټیمونو د خبرو د دوام لپاره په اصلي اجنډا ناستې نه دي کړي.

اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشيف څخه: