استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو ادامه
۱۴۰۴ آبان ۱۵, پنجشنبه
په وروستیو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي دي. اسلام آباد پر کابل تورې پورې کوي چې د هغو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي. په افغانستان کې حاکم طالبانو د پاکستان دغه ادعاوې رد کړي دي.
د دواړو هیوادونو ترمنځ وروستۍ شخړه وروسته له هغو راپورته شوه چې د اکتوبر په ۹مه په پلازمېنه کابل کې چاودنې وشوې، چې د طالبانو حکومت يې پړه پر پاکستان واچوله، او د غچ اخيستلو له پاره یې د پولې په اوږدو کې پر پاکستاني پوځي اهدافو بریونه وکړل. په دې نښتو کې له ۷۰ زيات کسان، چې ملکيان هم پکې شامل وو، وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
دواړو هېوادونو د اکتوبر په ۱۹مه د ترکيې او قطر په منځګړيتوب د اوربند هوکړه وکړه، خو د هغې جزييات لا نه دي نهايي شوي. په استانبول کې د تيرو څو ورځو پرله پسې خبرو اترو يوه کړکېچنه دوره تېره اوونۍ د اوربند د غځولو او د پنجشنبې په ورځ د بيا خبرو او ملاقات پر هوکړې پاى ته ورسېده.
کوربه هېواد ترکيې د تيرو خبرو په پاى کې وويل چې دواړه لورې د سولې د ساتلو او د سرغړونکو د مجازاتو لپاره د "څارنې او تصديق ميکانيزم” پر جوړولو موافقې ته رسېدلي دي.
اوس له خبرو اترو تمه کېږي چې د همدې ميکانيزم او د اوربند د پلي کولو اړونده نورو موضوعاتو جزييات نهايي شي.
خو د دواړو هیوادونو ترمنځ بې باوري پراخه ده. دواړو لوريو پر يو بل تور لګولی چې په صداقت سره عمل نه کوي او خبرداری يې ورکړی چې که اوربند مات شي، جګړه به بېرته پيل شي.
د پاکستان چارواکو هم پر کابل تور لګولی چې د طالبانو حکومت د هند د استازي په توګه چلند کوي، هغه هېواد چې له ۲۰۲۱ کال راهيسې له افغان طالبانو سره یې نږدې اړيکې جوړې کړي دي.
هغه چاودنې چې تېر مياشت د کابل د جګړې لامل شوې، هندوستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي له سفر سره هم مهاله وو. د شنبې په ورځ، د پاکستان د دفاع وزير پر طالبانو تور ولګاوه چې د «هندي تمويل شوې ترهګرۍ خيانت کار او وحشي ملاتړ» کوي.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واک ته رسیدو مخکې، پاکستاني چارواکو او اسلاماباد له دې ډلې سره تاريخي نږدې اړيکې درلودې. اسلاماباد ټينګار کوي چې کابل بايد د پاکستاني طالبانو او نورو وسلوالو ډلو ملاتړ بند کړي، چې د پاکستان په خبره د افغانستان له خاورې څخه د سرحدي بريدونو د پلان او پلي کولو له پاره کار اخلي. د افغانستان پخواني او اوسني طالب چارواکي دا تورونه ردوي او پر پاکستان تور لګوي چې د افغانستان د حاکميت پرله پسې سرغړونه کوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله له څو اوونيو راهيسې تړلې ده، چې پر دواړو غاړو د سوداګرو له پاره يې ستر اقتصادي زيانونه اړولي دي چې له کبله یې د عام خلک زیات زیانمن شوي دي.