1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله عبدالله اسلام آباد ته ورسېد

۱۳۹۹ مهر ۷, دوشنبه

د افغانستان د ملي مصالحي عالي شورا مشر په يوه درې ورځني سفر اسلام آباد ته رسیدلی. د هغه سفر په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې په قطر کې افغان حکومت او طالبان د افغانستان د جګړې ختمیدو له پاره پر خبرو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/3j5NX
Afghanistan, Kabul I Abdullah Abdullah
انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture-alliance

د افغانستان د ملي مصالحي د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د یوه هئیت په راس کې اسلام آباد ته رسیدلی دی. د آلمان خبري آژانس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي دي چې عبدالله عبدالله، به د دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشر، د دغه هیواد له لومړي وزیر او نورو جګپوړو چارواکو سره وویني.

عبدالله عبدالله به همداشان د پاکستان د پارلمان غړو، پوهانو او د خبریالانو پر وړاندې په یوه ناسته کې څرګندونې وکړي چې د یوه فکري بنسټ له لوري تنظیم شوي دي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د مصالحي د عالي شورا د مشر په توګه پاکستان ته دا د عبدالله عبدالله لومړی سفر دی او له طالبانو سره د خبرو اترو د پرمخ بیولو د هڅو د برخې په توګه انګیرل کیږي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په قطر کې څه موده وړاندې مذاکرات پېل شول.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې ویل کیږي د پاکستان پوځ او استخبارات د طالبانو پر مشرتابه باندې نفوذ لري چې په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کیدو د هڅو په برخه کې د پاکستان نقش مهموي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو عموي اسامبلۍ ته په خپله وینا کې ویلي وو چې د افغانستان د بیا پخلاینې پروسې به تر پایله ملاتړ وکړي. همداشان عمران خان د یکشنبې په ورځ د یوې امریکایي ورځپاڼې له پاره په خپله یوه سرمقاله کې لیکلي وو چې په بیړه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به هوښیاري نه وي.