1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رئيسي غني ته؛ له مشروع نظام او سولې له بهير څخه ملاتړ کوو

۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ایران منتخب ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن د ایران په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سره کتلی دي. ويل شوې چې رئيسي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراخولو او د سولې له بهير څخه د ملاتړ ژمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3ybAP
Teheran, Iran | Treffen des Präsidenten Afghanistans mit dem Präsidenten des Iran
انځور: Office of the president of Afghanistan

ولسمشر محمد اشرف غني چې د ایران د ټاکل شوي ولسمشر ابراهيم رئيسي  د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللی دی، د لوړې د مراسمو تر مخه یې له خپل ايراني سيال سره ليدلي دي.

د ارګ له خوا په خپره شوې يوه اعلاميه کې راغلي دي چې دواړو لوريو د همکاريو د پراخولو او د دواړو هېوادونو پر اړيکو نظرونه سره تبادله کړي دي.

د اعلامیې په حواله ابراهيم رئيسي د افغانستان له دولت څخه د ملاتړ پر دوام او د سولې له پاره پر سيمه ایزې اجماع ټینګار کړی دی.

په اعلاميه کې د رئيسي له قوله ويل شوي: «د مشروع نظام، د افغانستان د خلکو له حقونو او د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوو. ګاونډيان او په ځانګړي توګه افغانستان زما په بهرني سياست کې ډېر لوړ ځای لري.»

Teheran, Iran | Treffen des Präsidenten Afghanistans mit dem Präsidenten des Iran
ولسمشر غني له يوه لوړ پوړي پلاوي سره ایران ته سفر کړی دیانځور: Office of the president of Afghanistan

په دې اعلاميه کې زياته شوې چې افغان ولسمشر په دې ليدنه کتنه کې په بېلا بېلو برخو کې د ایران له مرستو په ځانګړي توګه په ايران کې د ميشتو افغان کډوالو د کوربتوب له امله ستاينه کړې او پر اقتصادي همکارۍ او د اړيکو پر پراخولو یې ټينګار کړی دی.

افغان ولسمشر په داسې حال کې ايران ته سفر کړی چې په هېواد کې جګړې ډېر زرو اخیستی دی او تاوتريخوالي ډېر شوی دی.

د افغانستان حکومت اکثراً د طالبانو په مقابل کې د ګاونډي هېوادونو له سياستونو په ځانګړي توګه د ایران له سياست سره مخالفت ښوولی دی. له دې کبله اوس روښانه نه ده چې د ايران نوی ولسمشر ابراهيم رئيسي به د سيمې اوسنيو شرائطو ته په کتو سره د افغانستان په مقابل کې څه سیاست پرمخ يوسي.