1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ترجمانانو لومړۍ ډله بريتانيا ته رسېدلې ده

۱۴۰۰ تیر ۲, چهارشنبه

د هغو افغان ترجمانانو لومړۍ ډله چې د بريتانيا له پوځ سره یې کار کړی وو، د بيرته ځای پر ځای کولو د يوه پلان په ترڅ کې بريتانيا ته رسېدلې ده.

https://p.dw.com/p/3vQdV
Afghanistan Übersetzer Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa

د افغان ترجمانانو له پاره فعاليت کوونکې «سولې د ائتلاف» په نوم شبکې فعالانو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د افغان ترجمانانو لومړۍ ډله د سې شنبې په ماښام (د جون ۲۲مه نیټه) برمنګهم ښار ته رسېدلې ده.

زیاته شوې ده چې انتظار کیږي دغه کسان به د کوويد – ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۴ ورځي قرنطين وي.

خو د بريتانيا حکومت د امنیتي اندیښنو له کبله د ترجمانانو او د هغوی د کورنيو د پرواز په اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.

د مي میاشتې په پای کې بريتانیا اعلان وکړ چې د خپلو سيمه ایزو کارکوونکو د انتقال پروسه به چټکه کړي.

افغانستان: آيا د آلمان پوځ د خپلو سيمه ایزو همکارانو له مسئوليته اوږې سپکوي؟

د خپلو پخوانيو او اوسنيو کارکوونکو د ځای پر ځای کولو د يوه پروګرام په ترڅ کې بريتانيا تر ۱۳۰۰ ډېر همکاران او د هغوی د کورنۍ غړي دمخه لا بريتانيا ته انتقال کړي دي.

حکومت ويلي دي چې تر ۳۰۰۰ ډېر نور افغانان به هم د بيرته ځای پر ځای کولو پروګرام له چټکولو سره را انتقال کړي.

د کورنيو چارو وزيرې پريتي پتيل ويلي ول چې حکومت خپلو دغه کارکوونکو ته «له ترهګرۍ سره د مبارزې په ترڅ کې متوجې ګواښ او د هغوی د هڅو د ستایلو» له کبله د هغوی د را انتقالولو «اخلاقي مکلفيت» لري.

طالبان: «په افغانستان کې پاتې شئ او هیواد ته خدمت وکړئ»

متقاعد جنرال سيمون ديګنز چې په کابل کې د بريتانيا پخوانی آتشه او اوس د «صلح ائتلاف» يو فعال دی، وويل چې ترجمانان به لومړی څلور مياشتې حکومتي مرسته ترلاسه کړي.

افغان ترجمانانو او د سيمه ایزې عملې نورو غړيو چې د بريتانيا او ناټو د نوو غړيو هيوادونو لکه امريکا متحده ایالاتو، آلمان او فرانسې سره یې همکاري کړې ده، د طالبانو د غچ اخيستنې د ويرې په دغو هيوادونو کې د ځای پر ځای کيدو غږ پورته کړې وو.

په تيرو شلو کلونو کې په افغانستان کې په لسونه افغان ترجمانان د وسله والو طالبانو له خوا په هدفي بريدونو کې وژل شوي او يا هم شکنجه شوي دي.

همدا راز یې ډېر شمير د بهرنيو ځواکونو سره د ګزمو پر وخت ټپيان شوي هم دي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشیف څخه:

«که طالبانو ته په لاس ورسم وژني مي»