1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: «په افغانستان کې پاتې شئ او هیواد ته خدمت وکړئ»

۱۴۰۰ خرداد ۱۷, دوشنبه

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له سیمه ایزو همکارانو غوښتي دي چې په افغانستان کې دې پاتې شئ او خپل وطن ته دې خدمت وکړي.

https://p.dw.com/p/3uVyw
Deutsche Soldaten in Afghanistan Archivbild 2011
آرشیف انځورانځور: picture alliance/dpa

طالبانو په یوه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۷ نیټه) یې خپره کړې ده ویلي دي: «هغه افغانان چې له بهرنیو وسله والو ځواکونو سره یي د ژباړونکي، ساتونکي یا نورو برخو کې کار کړی وي، باید پر خپلو تیرو کارونو پښیمانه شي او په راتلونکي کې دې په دا ډول فعالیتونو کې ونډه نه اخلي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې «په اوس وخت کې دې هیڅوک له هیواده نه وځي. طالبان به دوی ته مزاحمت ونه کړي.»

په اعلامیه کې له دغو کسانو غوښتل شوي دي چې که دوی په کومه رشته کې تخصص لري، په هم هغه برخه کې دې خپل هیواد ته خدمت وکړي.

په اعلامیه کې واضحه کړای شوې ده چې که چیرې دوی له دښمن سره اړيکې پرې کړي، نو په هیڅ صورت کې به له ستونزې سره مخامخ نه شي.

په اوس وخت کې په لسګونو زره افغانان چې د ناټو غړو هیوادونو له ځواکونو د هغو له جملې څخه آلماني پوځ سره یې کار کړی دی، د طالبانو د غچ اخیستنې له ویرې غواړي خپل هیواد ترک او مهاجر شي.

یوازې په کابل کې د امریکا سفارت په حواله دوی اوسمهال د ځانګړو ویزو تر ۱۸۰۰۰ ډیر غوښتنلیکونه  تر کار لاندې لري.

د آلمان خبري آژانس د معلوماتو له مخې په ورته وخت کې ډېرو افغانانو چې له آلماني پوځ سره یي د سیمه ایزو کارکوونکو یا کارمندانو په توګه کار کړی دی په آلمان کې د حفاظت ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده. د می میاشتې په نیمایي کې د دوی شمیر شاوخوا ۴۵۰ تنو ته ورسید.

اوس پوښتنه دا ده چې آیا دغه سیمه ایز کارمندان به د طالبانو پر دې اعتراف یا بیانیې باور وکړي او که څنګه؟ تر اوسه پورې به دوی د طالبانو په رسمي بیانیو کې د «اشغالګرو د غلامانو» او «مزدوانو» په توګه یادیدل.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز