1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کې د افغانستان سفارت په رسمي توګه د تړل کيدو اعلان

بريښنا صابر | د فرانسې خبری آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۱۹, جمعه

په ترکيه کې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ په حتمي توګه په انقره کې د خپل دپيلوماتيک فعاليت د پای ته رسولو خبر ورکړی دی. ويل شوي چې دا ګام د ترکي چارواکو تر پريکړې وروسته پورته شوی دی.

https://p.dw.com/p/4q9VH
آرشيف انځور: په برلين کې د افغانستان سفارت
انځور: Winfried Rothermel/IMAGO

په ترکيه کې د افغانستان سفارت له تېرو درې نيمو کلونو راهېسې د هغه کاري ډلې له خوا پر مخ وړل کيده چې د افغانستان د پخواني حکومت استازيتوب یې کاوه.

د سفارت له لوري پر ايکس شبکه نشر شوي پيغام کې راغلي دي چې د سفارت د تړلو علت د «کوربه هېواد پريکړه» وه.

اړونده موضوع: سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بېرته فعال کړ

د سفارت لوري په دې پېغام کې زياته شوې: «د ۲۰۲۱م کال د اګست د ۱۵مې نیټې تر پېښو وروسته د طالبانو له لوري د سفارت د کنترولو د ناکامو هڅو او پر ديپلوماتانو او د سفارت پر کارکوونکو د دوامداره فشار او همدا شان د ترکیې حکومت د فشار له کبله [ترکیې] د بهرنيو چارو وزارت پريکړه وکړه چې د جمهوريت سفارتي ماموريت او د دې «سفارت د ديپلوماتانو» ماموريت پای ته ورسوي.»

خو پر دې اعلان سربیره هم داسې ښکاريدل چې سفارت د پنجشنبې په ورځ هم ټوله ورځ کار کاوه.

د فرانس پريس خبري آژانس په تماس نيولو سره نه د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت او نه هم افغان ديپلوماتانو په دې اړه کومه تبصره وکړه.

اړونده موضوع: په برلین کې د افغانستان سفیر او په بن کې جنرال قونسل له دندو لاس په سر شوي

د سفارت يوه امنيتي ساتونکي وويل چې سفارت له دې کبله تړل شوی دی چې «د طالبانو د رژیم تابع نه وو.» 

د ايکس په خپل پېغام کې سفارت ويلي دي چې خپل ماموريت «په افغانستان کې د خلکو په خوښه د جوړ شوي مشروع حکومت د نشتوالي له کبله» ختموي او د ترکيې له حکومت څخه یې د «تېرو کلونو د همکارۍ له کبله مننه» کړې ده.

ترکیې په کابل کې د طالبانو پر واکمنېدو سربیره هم هلته سفارت ساتلی دی او په مراز شريف او همدا شان په هرات ښار کې یې هم قونسلګرۍ فعالې دي.

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber