د افغانستان او ازبکستان سوداګرو لس هوکړې لاسليک کړې
۱۴۰۵ فروردین ۱۷, دوشنبه
په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له کبله تجارت بند دی، افغان سوداګر د بديلو لارو په لټه کې دي. له دې کبله د افغانستان او ازبکستان سوداګرو يو شمیر تجارتي هوکړې لاسليک کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو په حواله دا هوکړې د يکشنبې په ورځ د ازبکستان په قوقان ښار کې چې د فرغانه ولايت مرکز دی، د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سيکتور په يوه گډه تجارتي غونډه کې لاسلیک شوې.
اړونده موضوع: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سرحد په بشپړه توګه پرانیستل شوی
د سوداګرۍ خونې له خوا زياته شوې چې د دوی يوه پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او په هغه تجارتي ناسته کې یې چې د سوداګريزو اړيکو د ودې او پراختيا په موخه جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
اړونده موضوع: له پاکستان سره پر کړکیچ سربیره د افغانستان سوداګري ثابته پاته سوې
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسئولين وايي چې د دې تفاهمنامو لاسليک کول د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاريو د پياوړتيا او تجارتي اړيکو د پراختيا پر لور يو مهم ګام دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د «افغانستان او ازبکستان د سوداګرو د تجارتي تواصل» تر عنوان لاندې په کابل کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ تر نيم ميليارډ ډالر څخه د ډېرو پېسو هوکړې لاسليک شوې چې له دې څخه ۱۷۰ ميليون ډالر د افغانستان او ازبکستان صادراتي محصولات جوړوي.
له مرکزي آسيا سره د سوداګرۍ پر پراخوالي تمرکز
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې وويل چې د مرکزي آسيا له هېوادونو سره د افغانستان د تجارتي حجم د ډېرېدو په لټه کې دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزير امیرخان متقي، د يکشنبې په ورځ د «افغانستان او منځنۍ آسيا د مشورتي خبرو اترو» په غونده کې چې په کابل کې ترسره شوه، وويل چې لټه کوي په راتلونکو دريو تر څلورو کلونو کې له دغو هېوادونو سره د خپل تجارت حجم تر ۱۰ ميليارډو ډالرو لوړ کړي.
د متقي، په خبره د مرکزي آسيا له هېوادونو سره د افغانستان د تجارت میزان په ۲۰۲۵م کال کې ۲،۷ ميليارډ ډالرو ته رسېدلی دی. هغه زياته کړه چې افغانستان غواړي له خپل جغرافيايي موقعيت څخه د سيمه ایز اتصال د پياوړي کولو او ترانزيتي لارو د پراخوالي په موخه استفاده وکړي.
په دې کې ترڅ کې مهمې پروژې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د ټاپي نلليکه ده د افغانستان د پخواني حکومت په دوره کې شروع شوې وه او تر اوسه یې شا او خوا ۲۵ کيلومتره د افغانستان په خاوره کې بشپړه شوې ده.
اړونده موضوع: افغانستان د نوو تجارتي لارو په موندنه کې څومره بریالی شوی؟
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سياسي او د امنيتي ترينګلتياوو، په تکراري ډول د سرحدي لارو د تړل کيدو او له پاکستان څخه د يو شمیر توکو پر وارداتو د بندیز له کبله افغان تاجران په دې وروستيو میاشتو کې له جدي ننګونو سره مخامخ شوي دي.
دا وضعيت د توکو د تامين په زنځير کې د اختلال، د ترانزيت د بيو لوړيدو او له دودیزو لارو څخه د صادارتو او وارداتو د کميدو باعث ګرځیدلی.
دې شرائطو ته په کتلو سره طالبان او د افغانستان خصوصي سيکتور هڅه کوي چې د مرکزي آسيا له هېوادونو سره د تجارتي اړيکو په پراخولو سره په ځانګړي توګه له ازبکستان سره، بدیلې تجارتي لارې ومومي څو پر پاکستان باندې خپله اقتصادي تکيه راکمه کړي.