1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريآسیا

له پاکستان سره پر کړکیچ سربیره دافغانستان تجارت ثابت پاته دی

حسین سیرت | ژباړونکې: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ دی ۱۶, سه‌شنبه

د طالبانو ادارې د سوداګرۍ وزارت له خوا وړاندې سوې ارقام ښيي چې له پاکستان سره پر سرحدي شخړو او سرحدونو تړل کیدو سربیره، د دغه هیواد تجارت په ۲۰۲۵م کال کې ثابت پاته سوی دی.

https://p.dw.com/p/56PSt
پاکستان ، پیښور؛ د تورخم پر سحدي لار په بار ډکې لارۍ ولاړې دي
له پاکستان سره پر سرحدي شخړو او سرحدونو تړل کیدو سربیره، د دغه هیواد تجارت په ۲۰۲۵م کال کې ثابت پاته سوی انځور: Faridullah Khan/DW

د افغانستان تجارت په داسې حال کې ثابت پاته سوی دی چې د طالبانو ادارې او پاکستان د حکومت ترمنځ د سیاسي کړکیچڼو او پوځي نښتو له امله، د پاکستان له لارې د تجارت اصلي مسیر له میاشتو راهیسې تړلی دی. د پاکستان لار د اوبو بندرنو ته د افغانستان د تجارت د وصل کیدو یوازینۍ لار ده.

خو له پاکستان سره د کلیدي لارو تړل کیدل بې اغیز نه وو، لکه څنگه چې د افغانستان په بازارونو کې د دارو درملو کمبود زیات سو او طالبانو هڅه وکړه چې دغه کمښت د ایران او هند له لارې جبران کړي.

 د سرحدي لارو د تړل کیدل په لومړیو ورځو کې، د ځینو تجارتي اقلامو لکه کیلو او وریجو بیې لوړې سوې. افغان تجارانو خپل مالونه د پاکستان د تجارتي لارو پرځای، د ایران د چابهار بندر له لارې انتقال کړلاو د ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان له لارې یې خپل مځکنی انتقال پراخ کړ او دا کار ددې سبب سو چې له پاکستان سره د سرحدي لارو د تړل کیدو اغیز راکم سي.

تړلې پولې؛ سلګونه پاکستانيان په افغانستان کې بند پاتې دي

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د اعلامیې له مخې،  په ۲۰۲۵م کال کې د هغه د تیرکال په پرتله د صادراتو او وارداتو ارزښت، ۱۳،۹ میلیارده ډالر زیات سوی دی. دغه وزارت ویلي دي چې د افغانستان صادرات یو اعشاریه ۸ میلیارده ډالرو ته ورسیدل چې د تیر کال په پرتله نسبتاً ثابت و، خو واردات له څه ناڅه ۱۲ اعشاریه یو میلیارد ډالرو څخه زیات سول.

د افغانستان تجارتي مالونه هند، پاکستان او آسیایي هیوادونو ته صادر سوي او وچه میوه، سکاره، فرشونه، زعفران او زراعتي محصولات د صادراتي اقلامو له ډلې څخه وو.

اړونده موضوع: هند د پاکستان او افغانستان د شخړې له امله د کابل سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي

په تیر کال کې د افغانستان عمده وارداتي اقلام ماشین آلات، اساسي غذايی مواد او صنعتي مواد وو چې زیاتره له ایران، عربي متحده اماراتو، چین او د سیمې له گاونډیو هیوادونو څخه نوموړي هیواد ته وارد سوي دي.

د تورخم او سپین بولدک سرحدي لارو له تړل کیدو وروسته، افغانستان هڅه وکړه چې له پاکستان سره تجارتي وابستگي راکمه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لار د اوبو بندرونو ته د افغانستان د رسیدو له پاره تر ټولو لنډه لار ده، خو د طالبانو چارواکي وايی چې پر دغې لار باندې د تکیه کولو پر ځای یې، له نورو تجارتي لارو هم استفاده کړې ده.