1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آدولف هټلر

آدولف هټلر نازي ديکتاتور وو چې له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۴۵ م کال پورې یې په آلمان کې حکومت وکړ. هغه د دويمې نړيوالې جگړې پېلوونکی او د يهودانو د وژنې يا هولوکاست مسؤل وو.

هڼلر د اتريش په لينس ښار کې زيږيدلی وو. هغه د آلمان د نازيانو د گوند مشر وو او په ۱۹۳۳م کال کې واک ته ورسېد. د هغه د واکمنۍ په دوره کې او له يهودانو سره د هغه د دښمنۍ د ايديالوژۍ پر اساس په آلمان کې د يهودانو نسل وژنه پېل شوه او د شپږ ميليون په شا او خوا کې يهودان ووژل شول. په دې پاڼه کې د آدولف هټلر په اړه مضامين په اتوماتيک ډول پيدا کولی شئ.