1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین: د اوکراین په جګړه کې غرب ملامت کړ

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې د بریا په مناسبت په جوړه شوې ستره غونډه کې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د اوکراین جګړې له کبله غرب ملامت کړ او ویې ویل چې په دونباس کې د «وطن» د دفاع جګړه کوي.

https://p.dw.com/p/4B1nm
Russland | Militärparade am 9. Mai in Moskau
انځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د مې میاشتې ۹مه) د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین په آلمان کې د نازیانو پر ضد د پخواني شوروي اتحاد د جګړې د بریا د ۷۷مې کلیزې په مناسبت په جوړه شوې ستره غونډه او پوځي جشن کې وویل چې روسي سرتیري یو ځل بیا د روسیې د امنیت له پاره جنګیږي.

په دغو مراسمو کې چې د مسکو په سره میدان کې جوړ شوي وو، شاوخوا ۱۱ زره روسي سرتیرو ګډون کړی وو. سربیره پر دې د روسیې په نووسیبیرسک او ولادیواستوک ښارونو کې بیا پوځي پریډونه ترسره شوي دي.

د پوتین د وینا مهم ټکي څه وو؟

په دې مراسمو کې د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین د وینا مهم ټکي تر ډیره پورې د اوکراین پر جګړې را څرخېدل. روسیې د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین باندې خپل پوځی یرغل پیل کړ چې لا هم ادامه لري. پوتین د خپلې وینا په یوه برخه کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په هکله وویل چې د جګړې د دفع کولو له پاره دا «یوازنۍ پر ځای پریکړه» وه. پوتین وویل: «غرب پر روسیې د یرغل له پاره چمتووالی نیوو او ناټو بیا پر پوله ستونزې جوړولې. دوی نه غوښتل چې روسیې ته غوږ ونیسي، دوی نور پلانونه درلودل.»

په دغه ستره غونډه کې ولاديمیر پوتین ادعا وکړه چې په دونباس کې روسیه د وطن له پاره جګړه کوي ترڅو په خبره یې «هیڅوک د دوهمې نړیوالې جګړې درسونه له یاده ونه باسي.» پوتین په خپلو خبرو کې د وژل شویو سرتیرو له کورنیو سره د خواخوږي ترڅنګ ژمنه وکړه چې مرسته به ورسره کوي او نه به یې هیروي. پوتین زیاته کړه: «د هر سرتیري او افسر مرګ زموږ له پاره له درده ډک دی. ریاست به د دوی د کورنیو د پاملرنې له پاره خپلې ټولې هڅې وکړي.»

Russland | Militärparade am 9. Mai in Moskau
انځور: Evgeny Odinokov/SNA/IMAGO

د پوتین د ادعاوو ارزونه

په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي آلمان پر وړاندې د جګړې د بریا د ۷۷مې کلیزې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د ولاديمیر پوتین ویناوو ته ټول اړخونه انتظار وو او ځینې اټکلونه داسې هم کیدل چې ګواکې هغه به د پوځي عملیاتو تشدید اعلان کړي. خو د پوتین په وینا کې د سرتیري د عمومي او یا یوې برخې د منسجم کولو او یا د جګړې د تشدید په هکله څه ونه لیدل شول.

د دویچه ویله خبریال ایرون ټیلټون وايي چې «پوتین هڅه کوله څو له نازیانو سره د اړیکې ورکولو په واسطه د اوکراین خلک او حکومت یې ناقانونه وښيي.» د ټیلټون په خبره، پوتین وویل چې دا [د اوکراین جګړه] د روسیې د امنیت او د روسیې له پاره ده او پر روسیې یې د برید له کبله غرب او اوکراینیان ملات وبلل.»

د ټیلټون په خبره، د پوتین څرګندونې له حقایقو سره په ټکر کې دي او زیاتوي چې موږ پوهیږو چې د روسیې فدراسیون پر ضد د غرب له لوري کوم برید نه دی شوی او دا په خپله روسیه وه چې اول یې [پر اوکراین] یرغل وکړ او دا په خپله روسیه وه چې بمبارۍ او ډزې یې پیل کړې. د دویچه ویله خبریال زیاتوي چې د ولاديمیر پوتین اوږدمهاله هدف دا دی څو خپل خلک د یوې اوږدې جګړې له پاره اماده کړي. مسکو پر اوکراین باندې د روسیې پوځي یرغل ته د جګړې کلمه نه کاروي او ورته د «ځانګړو پوځي عملیاتو» اصطلاح استفاده کوي.

په مسکو کې د «بریا ورځ» د پخواني شوروي اتحاد د دوران څخه لمانځل کیږي. پخواني شوروي اتحاد په دوهمه نړیواله جګړه کې خپل میلیونونه انسانان له لاسه ورکړل او هر کال د مې میاشتې ۹ نېټه په یو لړ مراسمو سره لمانځي.