1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

په سوریه کې د شخړیزو پارلماني ټاکنو پیلیدل

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۱۳, یکشنبه

په سوریه د بشارالاسد د رژیم له ړنګیدو وروسته د لومړي ځل پاره پارلماني ټاکنې کیږي. که څه هم دغه بهیر وروسته له ۱۴ کلونو جګړې او بحراني وضعیت څخه یوه مهمه پيښه ګڼل کیږي، خو له جدي نیوکو سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/51VZa
د یکشنبې په ورځ په سوریې کې پارلماني ټاکنې پیل شوې
د سوریې په پارلمان کې د دروز او کردانو د استازولۍ راتلونکې نا معلومه ده.انځور: Khalil Ashawi/REUTERS

ټاکل شوې ده چې نن یکشنبه (د اکتوبر ۵ نیټه) په سوریه کې د بشارالاسد د واکمنۍ له پای ته رسیدو وروسته، لومړنۍ پارلماني ټاکنې ترسره شي.

د سوریې د پارلماني ټاکنو ترسره کیدل له هم هغه پیل څخه له انديښنو سره مل دي، ځکه قدرت به د یوه واقعي دیموکراتیک تغیر ته د لارې هوارولو پرځای، د نوو واکمنانو په لاس کې باقي پاتې شي.

د سوریې پارلمان یا د «خلق مجلس» به چې یو لړ اصلاحات په کې رامنځته شوي دي ۲۱۰ استازي ولري. دغې مجلس پخوا ۲۵۰ چوکۍ درلودلې.

یو پر دریمه د دغو چوکیو یعنې ۷۰ استازي به په مستقیم ډول د مؤقت ولسمشر احمد شرع په وسیله منصوبیږي، هغه موضوع چې انتقاد کوونکي وایي چې په مقننه قوې د هغه تسلط تضمینوي.

د دمشق په یوه لیري پرته سیمه کې ښوونکي خالد مرعي وویل: «دا د وړتیا پورې اړه نه لري، بلکې شخصي محاسبات دي.»

په دې ټاکنو کې به د سوریې عادي وګړي د رای اچونې چانس ونه لري او د دې پر ځای به یو څو پړاویز بهیر معرفي شي. د حکومت له خوا ټاکل شوي انتخاباتي بنسټونه رای ورکوونکي انتخابوي او هغوي به په وروستي پړاو کې استازي وټاکي.

څارونکي وایي چې دغه سیستم د هغو څیرو چې قوي اړیکي لري په ګټه دی او توکمپالنه پیاوړې کوي، چې د اسد د واکمنۍ پر مهال په شدید ډول د مدیریت شوو سیاستونو یاد تازه کوي.

انتخابات د ټول هیواد په کچه نه ترسره کیږي

په یو شمیر دروزي او کُرد میشته سیمو کې د انتخاباتو ترسره کول ځنډول شوي دي. پارلماني ټاکنې به د ټول هیواد په کچه ترسره نه شي. د سوریې انتقالي حکومت د امنیتي انديښنو له کبله په سویدا او د حسکه او رقه په ځینو برخو کې رای اچونه ځنډولې ده.

د دغو سیمو اکثره اوسیدونکي دروز او کردان دي چې له دمشق سره مخالف او په پارلمان کې د دوی د استازولۍ راتلونکې نا معلومه ده.

سوریه چې ۲۳ میلیونه نفوس لري اوس د هیئت تحریر شام اسلامپالې ډلې د پخواني مشر احمد شرع له خوا چې د بشارالاسد رژیم یې ړنګ کړ رهبري کیږي. خو اوس نوموړی د یوې پوځي بریا پر سیاسي مشروعیت د بدلولو له ننګونې سره مخامخ دی.

ویجاړ ښارونه او د زیربناو نشتوالی

د سوریې انتقالي حکومت ټینګار کوي چې د انتخاباتو پیچلی بهیر یو عملي ضرورت دی او په میلیونو بې ځایه شوو ته چې د هویت اسناد نه لري او په پراخه پیمانه د زیربناو ویجاړیو ته اشاره کوي.

په دې هیواد کې ټول ښارونه لا ویجاړ دي، په داسې حال کې چې د بريښنا، سوون او لومړنیو توکو کمښت د ټول هیواد په کچه د رای اچونې بهیر ترسره کول، ناممکن کړی دی.

خو سره له دې ټولو د انتخاباتو بهیر ته د شک په سترګه کتل کیږي. د کُردانو په مشرۍ د سوریې دیموکرات ځواکونه چې د دغه هیواد شمال ختیځه برخه کنترولوي، دغه بهیر ټول شموله نه بولي.

د سوریې دیموکرات ځواکونو ویاند فرهاد الشامي وویل: «راتلونکي انتخابات په سوریه کې د ريښتینې بدلون هیڅ نښه نه وړاندې کوي.»

د سوریې د تحریر شام ډلې او افغان طالبانو تر منځ توپیر څه دی؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب