یو ځل بیا یو ډله افغانان له المان څخه اخراج شوي دي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۸, سهشنبه
د شپيګل په نامه الماني مجلې د رپوټ په حواله د «فري برډ» شرکت یوې چارتر الوتکې د شپې ناوخته د المان له لایبزیک څخه پرواز کړی دی. د دغې مجلې په حواله په دې الوتکه کې شا او خوا ۲۵ تنه هغه نارينه افغانان، چې د مختلفو جرمونو ترسره کولو په سبب نیول شوي و سپاره ول.
اړونده موضوعات: د اروپايي اتحادیې چارواکي د افغانانو د اخراج پر موضوع د طالب چارواکو کوربتوب کوي
دوه مجرم افغان مهاجر له آلمان څخه اخراج شوي
د ایربس «ای ۳۲۰» الوتکې په ترکیه کې له ناستې وروسته مستقیماً کابل ته پرواز کړی دی. هلته دغه اخراج شوي افغانان طالب چارواکو ته سپارل شوي دي.
د المان فدالي پولیس چې په دې پرواز کې یې له اخراج شوو کسانو سره ملتیا کوله، بیرته په همدغې الوتکه کې المان ته را ستانه شوي دي.
شپیګل زیاته کړې ده چې اکثره اخراجیدونکي کسان له محبس څخه په مستقیم ډول د لایبزیک/هاله هوایي ډګر ته راوستل شوي وو.
دغه کسان د المان په مختلفو ایالتونو کې د مختلفو جرمونو د ترسره کولو له کبله نیول شوي وو چې په هغې کې غلا، د غلا شوو مالونو پیر او پلور، د نشه یي موادو قاچاق، ډله ایز جنسي تیری، غیر عمدي قتل، یرغمل نیونه، د پيسو په خاطر سړي تښتونه او د سیاسي انګیزې جرمونه شامل دي.