چین: د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی
۱۴۰۵ فروردین ۱۴, جمعه
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ وویل: «د سلا مشورو بهیر په پرله پسې ډول عملي کېږي او پر مخ وړل کېږي.» د چین حکومت د اسلاماباد او کابل ترمنځ منځګړیتوب کوي، چې استازو یې د چهارشنبې په ورځ د چین په لویدیځ ښار ارومچي کې د شخړو او دښمنیو د کمښت له پاره خبرې بیا پیل کړې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه: «دریو واړو خواوو د یو مشخص عملیاتي کړنلارې، د رسنیو پوښښ په ګډون، موافقه او ترتیبات کړي دي»، خو نور جزئیات یې ورنه کړل. ماو وویل: «د پاکستان او افغانستان د وروستۍ شخړې له پراخیدو راهیسې، چین منځګړیتوب کړی او خبرې یې هڅولي دي، له دواړو خواوو سره یې د بېلابېلو لارو او په بېلابېلو کچو نږدې اړیکې ساتلي، او د خبرو اترو لپاره یې شرایط او زمینه برابره کړې ده.»
هغې زیاته کړه چې دواړه هېوادونه «د چین د منځګړیتوب هڅو ته درناوی کوي او هرکلی یې کوي، او چمتو دي چې بیا د خبرو لپاره سره کېني، چې دا یو مثبت پرمختګ دی.»
پاکستان ډېر ځله پر افغانستان تور پورې کوي چې هغو وسله والو ته پناه ورکوي چې د پاکستان دننه بریدونه کوي، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ډله، خو طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړي او پاکستاني طالبان یې د پاکستان داخلي موضوع بللې ده.
د دواړو خواوو ترمنځ جګړه د فبرورۍ په میاشت کې شدیده شوه، کله چې افغانستان کې د طالبانو حکومت وویل چې پاکستان په کابل او څو نورو سیمو کې بریدونه کړي، چې ډېری بریدونو ملکي تلفات اړولي دي. پاکستان ویلي چې د ټي ټي پي پټنځایونه یې په نښه کړي، خو دا یې هم ویلي چې له افغانستان سره په «پرانیستې جګړه» کې دی.