1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کندهار کې د طالبانو برید یو رومانیايي سرتیری وژلی

۱۳۹۶ شهریور ۲۵, شنبه

په کندهار ولایت کې د ناټو پر یوه کتار باندې د ځانمرګي برید په پایله کې یو رومانیایي سرتیری وژل شوی دی. دغه پیښه په افغانستان کې د ناټو د پریکړنده ملاتړ ماموریت چارواکو هم د شنبې په ورځ تایید کړه.

https://p.dw.com/p/2k5gK
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: Reuters/A. Nadeem

د ناټو په یوې اعلامیه کې راغلي دي، کله چې له چاودیدونکو موادو ډک یو موټر په کندهار ولایت کې د ناټو د ګزمي یو کتار په نښه کړ نو دوه نور سرتیري ټپیان شول.

د کندهار ولایت د رسنیو ادارې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې برید کوونکی په یوه وړوکي سرویس ډوله موټر کې چې له چاودیدونکو موادو ډک وو، سپور وو. زیاته شوې ده چې بریدګر د دامن ولسوالۍ په خوشاب سیمه کې د جمعې په ماښام خپل موټر د ناټو له کاروان سره جنګولی دی.

په افغانستان کې د ناټو د پریکړنده ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن، ویلي: «طالبانو یو ځل بیا په اثبات ورسوله چې له سولې سره علاقه نه لري.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، پر خپله تویتر ټولنیزه پاڼه باندې د پیښې پړه پر غاړه اخیستې او په کې یې د اوو تنو بهرنیو د وژل کیدو ادعا کړې ده. دغه ډله ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د وژل شویو کسانو د شمیر په اړه مبالغه کوي.

تر دې مخکې د اګست پر اوومه نیټه هم د کابل په قره باغ وسلوالۍ کې د ناټو پر یو کاروان باندې ځانمرګی برید شوی وو چې په پایله کې یې د ناټو یو سرتیري خپل ژوند له لاسه ورکړ او درې تنه ملیکان بیا ټپیان شول.