«په هرات کې ۱۳۰ طالبان دولت ته تسلیم شوي دي»
۱۴۰۰ تیر ۳, پنجشنبهد هرات ولايت په ملي امنيت رياست کي نن د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جون ۲۴) جوړه شوې غونډه کې ۱۳۰ وسله وال طالبان له دولت سره يوځای شول.
د هرات والي جنرال عبدالصبور قانع وویل: «یادو کسانو له دې مخکې د حکومت پر ضد فعالیتونه کول خو اوس چې بهرني ځواکونه د افغانستان څخه د وتلو په حال کي دي دا کسان غواړي چي د جنګ جګړو څخه لاس واخلې او د سولې له بهیر سره یوځای شي ترڅو افغانان یوه آرام ژوندانه ته ورسیږي.»
د هرات د والي په خبره، قومي مشرانو هڅه وکړه چې دا کسان د سولې له بهیر سره یوځای شي او د دومره مخالفینو په تسلیمدو سره به د هرات د ولسوالیو په خاص ډول د شینډنډ په امنیتي وضعیت کي سمون رامینځ ته شي.
بله خوا د تسلیم شوو کسانو ځايي قومندان ملا مردان نورزی وايي چي دوی د بهرنیو ځواکونو په شتون کي مبارزه کوله خو اوس چې بهرني ځواکونه له هیواد څخه د وتلو په حال کي دي نور نه غواړي چي جګړي وکړي او هیله یې دا ده چې په افغانستان کي یوه تلپاتې سوله رامینځ ته شي. هغه وويل: «ښه خبره دا ده چي د جګړي ټولې ښکېلې خواوې د خبرو اترو له لارې یوه توافق ته ورسیږې او د افغانستان روانه جګړه پاې ته ورسیږې.»
هاخوا د هرات ولایتي شورا مشر کامران علیزی وايي، هغه کسان چي د سولې له بهیر سره یوځای شوي باید حکومت یې ملاتړ وکړي، په سیمو کي یې ورته د کار زمینه برابره شې تر څو یو ځل بیا دا کسان د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله جګړو ته مخه نه کړي.
د کامران په خبره: «حکومت باید پر دې کار وکړي چې تسلیم شوو مخالفینو ته د کاروبار زمینه برابره کړي د هغوی امنیت وساتي، ځکه په اوسنیو شرایطو کي لازمه ده چي د دې کسانو ژوندانه ته پوره پاملرنه وشي تر څو نور هم د دوې د نننې حرکت څخه په الهام اخیستلو د سولې لاره خپله کړي.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په هرات کې د دويچه ويله خبريال ته، حکومت ته د خپلو جنګیالیو د تسلیمیدو خبر په بشړه توګه رد کړې ده او ويلي يې دي چې دا کسان نه د دوی ملګري دي او نه یې هم له دې مخکې د حکومت پر ضد مبارزه کوله بلکې هغه سیمه ایز پولیس دي چې له دې مخکې هم په حکومتي چوکاټ کي استخدام ول. خو د هرات چارواکي او پخپله تسليم شوي کسان وايي چې له کلونو راهيسي يې د حکومت او بهرنيو ځواکونو پرضد وسله واله مبارزه کوله.