«د سپاه پاسداران په موټر کې سپور طالب قوماندان ونيول شو»
۱۳۹۹ خرداد ۳, شنبهافغان چارواکو په هرات ولايت کې د طالبانو د دوو مهمو قوماندانانو د نيولو خبر ورکړی دی. د افغانستان د ملي امنيت رياست، د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۲۲مه) په ېوې اعلاميه کې د هرات د ګذره او کرخ ولسواليو په مربوطاتو کې د طالبانو د نظامي او روغتيايي کميسيون د مسئولينو د نيولو څخه خبر ورکړی وو. د دغه ولايت سيميزو چارواکو د دغو طالب قوماندانانو د نيولو خبره تائيد کړې ده.
په اعلاميه کې راغلي دي چې د طالبانو غړی او د دغې ډلې د نظامي کميسيون مسئول، مولوی شفيع چې په «حافظ عمري» مشهور دی، په هرات ولایت کې نيول شوی دی: «هغه کله چې د تپه سياه له قرارګاه څخه د ايران د سپاه پاسداران له موټره کوز او غوښتل يې چې د پاشدان د اوبو بند او د هرات د لويې لارې د ناامنه کولو او تروريستي حملو ته د زور ورکولو په موخه شينډنډ ولسوالی ته ولاړ شي، ونيول شو.»
د ملي امنيت رياست په اعلاميه کې زياته شوې چې دغه طالب قوماندان له يونيم کال راهيسې په هرات ولایت کې تروريستي حملې تنظيمولې.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ملي امنيت اداره په خپله اعلاميه کې په مستقيمه توګه د «ايران د سپاه پاسدارن» نوم اخلي او په غيرمستقيم ډول يې دې ته اشاره کړې، چې د ايران دغه پوځي سازمان، ګواګې له طالبانو څخه ملاتړ کوي. خو د ايران سپاه پاسداران يا د پاسداران ځواکونو سازمان، په پر له پسې په افغانستان کې له طالبانو څخه د ملاتړ خبره رد کړې ده.
د اعلاميې په يو بل ځای کې راغلي دي چې د هرات د ګذرې، زنده جان، انجيل او پښتون زرغون ولسواليو له پاره د طالبانو د روغتيايي کميسيون مشر، ملا راوات هم نيول شوی دی.
د هرات سيميزو چارواکو هم د دغو دوو طالب قوماندانو د نیولو خبر تائيد کړی دی. خو دا چې هغوی څنګه نيول شوي دي، په اړه يې جزئيات نه ورکوي.
د هرات د والي وياند، جيلاني فرهاد په دې اړه دويچه ويله ته وويل: «د هرات په کرخ او ګذره ولسواليو کې د طالبانو دوه مشهور قوماندانان، چې د دغې ډلې د نظامي او روغتيايي کميسيونونو مسئولين ول، نيول شوي دي.»
هغه په دې اړه چې آیا دغه طالب قوماندانان څنګه ونيول شول، جزئيات ورنکړل، خو د ملي امنيت ادارې اعلاميه» يې تائيد کړه. د هرات شينډنډ ولسوالۍ، د ايران سرحد ته نژدې پرته ده.
دويچه ويله دری/ م.ک.ص/ ا. ا