1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

پر خارکيف د روسیې خونړي هوایي بريدونه

۱۴۰۳ فروردین ۹, پنجشنبه

روسيې د اوکراين د خارکیف ښار د استوګنې پر يوه سيمه بريد کړی دی چې د پوليسو په وينا يې پکې هوايي بمونه کارولي دي. په دې منځ کې د اوکراين ولسمشر د جګړې په لومړۍ کرښه کې له عسکرو سره ليدلي.

https://p.dw.com/p/4eD9x
په خارکيف کې د روسيې هوایي بريد
په خارکيف کې د روسيې هوایي بريدانځور: Vyacheslav Madiyevskyy/REUTERS

اوکراين ويلي دي چې د روسیې ځواکونو د چهار شنبې په ورځ د ختیځ ښار خارکيف د استوګنې يوه ودانۍ په نخښه کړې ده.

د خارکيف ښاروال ايلور تیريکوو، د تليګرام له لارې د دې په زياتولو سره چې د «بيړنيو جراحي عملياتو انستیتويت هم زيانمن شوی دی»، ليکلي دي: «يوه پنځه پوړيزه ودانۍ چې خلک پکې میشت ول، ډېره زيانمنه شوې ده.»

چارواکو ويلي دي چې يو کس وژل شوی او څو نور ټپيان شوي دي. د سيمې ګورنر اولې سينوهوبوف، د تليګرام له لارې ویلي چې په ټپيانو کې څلور ماشومان هم شامل دي.

نوموړي لومړی ويلي ول چې روسیې رهبري شوی توغندی کارولی دی خو د سيمې پوليسو بيا وروسته وويل چې هوايي بمبونه کارول شوي ول.

زيلنسکي د جګړې په لومړۍ کرښه کې له عسکرو سره ليدلي

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، د چهار شنبې په ورځ په شمال ختیځه سومي سيمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له عسکرو سره ليدلي دي. دا خبر د نوموړي دفتر ورکړی دی.

زيلنسکي د دې ليدنې کتنې په ترڅ کې وويل: «ما له خندقونو، سنګرونو، د فاير، قوماندې او څار پوستې معاينه کړې. موږ خپله دفاع قوي کوو.»

نوموړي د ۱۱۷سيمه ایزې دفاع کنډک له قوماندان سره وليدل او هغه سره یې د عسکرو د شمیر، ابرازو او وسلو په اړه خبرې وکړې.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

نوموړي همدا راز دلته مستقرو عسکرو ته درناوې وړاندې کړ. ولسمشر وويل: «له اوکراين، زموږ له حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د دفاع له کبله له تاسې مننه کوم. زه تاسې او ستاسې کورنيو ته روغتيا او په تېره بيا بريا غواړم چې زموږ راتلونکی پر دې متکي دی.»

اوکراين د نورو پاتريوت توغندیو غوښتنه کړې

کیف د روسیې د هوايي بریدونو نوې څپې ته په کتو سره يو ځل بيا له خپلو متحدينو څخه د پاتريوت توغنديو د بلې جوپې د استولو غوښتنه کړې ده.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ديمترو کوليبا، د يوه آنلايني خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل: «د روسیې د تازه بريدونو ځانګړتيا په شدت سره د بالستیک توغنديو کارول دي چې په ډېر سرعت سره خپل هدف ته رسيږي او خلکو ته ډېر وخت نه ورکوي چې ځانونه خوندي کړي او د پام وړ ويجاړۍ باعث کيږي.»

نوموړي زياته کړه: «پاتريوت او نور ورته سیسټمونه دفاعي تعريف لري. دا د ژوند ژغورلو له پاره طرحه شوي، نه د ژوند اخيستو له پاره.»

روسیې يوازې د مارچ له ۱۸ څخه تر ۲۴ پورې بېلا بېل ډوله ۱۹۰ راکټونه، ۱۴۰ ډرونونه او ۷۰۰ رهبري شوي بمونه فایر کړي دي. 

کوليبا وويل چې بالیستک توغندي چې لومړی لوړې ارتفاع ته پورته کيږي او بيا نيغ په نیغه ځمکې ته رالويږي، ډېر خطرناک دي.

ولسمشر زيلنسکی هم د روسیې د بريدونو په مقابل کې د اوکراين د دفاع له پاره د نورو پاتريوت توغنديو او ورسره د جنګي الوتکو غوښتنه کړې ده.

اوکراين خبرداری ورکړی چې روسيه په دوبي کې د سترو تهاجمي عملياتو له پاره چمتووالي نيسي. دا په داسې حال کې ده چې اوکراين د امريکا متحده ايالاتو له خوا د مرستې يوې ۶۰ میليارده بستې ته په انتظار دی چې د کانګرس له خوا یې د څو مياشتو راهېسې مخه نيول شوې ده.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, dpa, AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب